اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی)د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان ناصر وئيلي دي د امريكا او ايران ترمينځه ممكنه جنګ بندي او د نيغ په نيغه مذاكراتو لاره هواريدل د پاكستان يو لويه او تاريخي سفارتي كاميابي ده كومه چې په نړيواله كچه ستائلې كيږي٬ د پاكستان سياسي او عسكري مشرتابه په لسيزو محيط بې باوري كمولو كښې زيات مؤثر او مدبرانه كردار ترسره كړو چې په نتيجه كښی يۍ د …
د امريكا او ايران ترمينځه ممكنه جنګ بندي او د نيغ په نيغه مذاكراتو لاره هواريدل د پاكستان يو لويه او تاريخي سفارتي كاميابي ده: سيدال خان ناصر

مزید خبریں
اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی)د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان ناصر وئيلي دي د امريكا او ايران ترمينځه ممكنه جنګ بندي او د نيغ په نيغه مذاكراتو لاره هواريدل د پاكستان يو لويه او تاريخي سفارتي كاميابي ده كومه چې په نړيواله كچه ستائلې كيږي٬ د پاكستان سياسي او عسكري مشرتابه په لسيزو محيط بې باوري كمولو كښې زيات مؤثر او مدبرانه كردار ترسره كړو چې په نتيجه كښی يۍ د يو لوے نړيوال تصادم اندېښنې لرې كړې شوې۔ په پارلیمنټ هاؤس اسلام آباد د نېشنل ورکشاپ بلوچستان-19 (NWB-19) 92 كسيزه پلاوي په درناوي كښې تابيه كړې شوې دستورې او د اختتامي سېسشن ته خطاب كښی ده ووئيل نزدې نيمه پېړۍ پس د امريكا او ايران د مذاكراتو مېز ته راتلل د دې خبر ښكاره ثبوت دے چې د پاكستان خارجه پالېسي په امن اډانه لري۔ ده ووئيل د نړيوالې ورورو ، سفارتی حلقو او نړيوالې ميډيا لخوا د پاكستان مثبت كردار ستائلې شي۔ ده ووئيل پاكستان تل په منطقه او نړۍ كښې د امن داعي پاتې شوې دې۔ ده ووئيل د پاكستان په ضد منفي پروپېګنډا كوونكي دې كاميابۍ څخه وروستو ناكامۍ سره مخ شوي دي۔ سېدال خان ناصر ووئيل د سياسي او عسكري مشرتابه يو موټې كېدو سره قومي ګټې له كار كول د هېواد د مضبوطيا ٬ استحكام او پرمختګ ضمانت دے۔ ده د ميډيا د كردار هم ستائنه وكړه۔ ده ووئيل قومي بيانيه په مؤثر ډول وړاندې كولو او په نړيواله كچه پاكستان مثبت تشخص په رامخې ته كولو كښې ميډيا مهم كردار ترسره كړو۔ د نېشنل ورکشاپ بلوچستان-19 په اړه ده ووئيل كال 2017ء څخه جاري دا پلېټ فارم د قومی نوعیت په مهمو چارو د بلوچستان په تناظر كښې بامعنی مکالمې ته وده وركوي۔ ده ووئيل د سول او عسكري ادارو ترمينځه نزدې همكاري د قومی پرمختګ او استحكام بنياد دے۔ ده د بلوچستان جغرافیائی او معاشی اهميت په ډاګه كولو سره ووئيل دا منطقه به د پاكستان سباون په روښانه كولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ دوهم چيئرمېن وركشاپ كښې ګډون كوونكو سندونه وركړل او ددې عزم پخلے يۍ وكړو چې پاكستان به سباؤن كښې هم نړيوال امن ٬ استحكام او پرمختګ لپاره خپل فعاله كردار ترسره كوي










