اسلام آباد15اپرېل (اے پي پي) د طالبان رجيم دسر زوري، غفلت او نااهلي له امله افغان ماشومان د ټول عمري معذورۍ ته نزدې كړېدي چې په سبب ئې په افغانستان كښې د پوليو كېسونه په زياتېدو دي۔ تفصيلات له مخئ د طالبان رجيم د بې غورۍ څخه په منطقه كښې د مرګونې وباء خپرېدو اندېښنه ده٬ نړيوالو ادارو د خطر ټلۍ غږولې ده۔ د افغان ميډيا "خامه پريس" له مخئ …
د طالبان رجيم سر زوري، غفلت او نااهلي،افغان كوچنيان ټول عمريمعذورۍ ته نزدې شول

مزید خبریں
اسلام آباد15اپرېل (اے پي پي) د طالبان رجيم دسر زوري، غفلت او نااهلي له امله افغان ماشومان د ټول عمري معذورۍ ته نزدې كړېدي چې په سبب ئې په افغانستان كښې د پوليو كېسونه په زياتېدو دي۔ تفصيلات له مخئ د طالبان رجيم د بې غورۍ څخه په منطقه كښې د مرګونې وباء خپرېدو اندېښنه ده٬ نړيوالو ادارو د خطر ټلۍ غږولې ده۔ د افغان ميډيا “خامه پريس” له مخئ يونيسيف په افغانستان كښې د پوليو په خپرېدو د اندېښنې څرګندونې كولو سره د پوليو مخنيوي كمپائن په تندولو زور راوړے دے۔ د يونيسيف وېنا ده په افغانستان كښې د پنځو كالو نه كم عمر هر ماشوم ته د پوليو څاڅكي وركول ډېر ضروري دي،افغانستان كښې د روغتيا ادارې ته د نا امنۍ ٬ امنيتي مسئلو او تر لرې پرتو سيمو رسنه كښې سختې ستونزې ورمخې ته دي۔ د پوهانو له مخې د طالبان د سختو پاليسو له امله د پوليو كمپائن ناكامه او د صحت عامه مسئلې ورځ په ورځ زياتېږي٬ د پوليو كمپائن په څېر حساس انساني مسئلې هم طالبان رجيم د خپلې سياسي انااو د شدت پسنده نظريات سره مخ كوي










