ملګري ملتونه 15اپرېل (اے پي پي)پاکستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د ويټو پاور استعمال په نړيواله كچه د عدم فعاليت لويې سبب ګرځولو سره د دې د خاتمې يا په دې د سختو بنديزونو لګولو غوښتنه وكړه او په كونسل كښې د مستقل غړو د شمېرې زياتولو ئې هم سخت مخالفت وكړو۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد په سلامتي کونسل كښې …
پاکستان ملګرو ملتونو كښې په ويټو پاور كره تنقيد، په مستقل چوكو كښې د زياتوالي مخالفت

مزید خبریں
ملګري ملتونه 15اپرېل (اے پي پي)پاکستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د ويټو پاور استعمال په نړيواله كچه د عدم فعاليت لويې سبب ګرځولو سره د دې د خاتمې يا په دې د سختو بنديزونو لګولو غوښتنه وكړه او په كونسل كښې د مستقل غړو د شمېرې زياتولو ئې هم سخت مخالفت وكړو۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد په سلامتي کونسل كښې د اصلاحات په اړه د بين الحکومتي خبرو(آئي جي اېن ) غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل د پاکستان مؤقف مستقل او اصولي دے، چې له مخې يې د ويټو پاور د نا سمهكارولو لاره نيول ضروري ده۔ ده ووئيل په سلامتي کونسل كښې زياتره تعطل او په مهمو نړيوالو چارو د كاروائۍ نه كېدو لويې سبب د مستقل غړو لخواد ويټو پاور ناجائز استعمال دے٬ مستقل چوكو كښې لا زياتوالے يا د ويټو پاور پراختيا څخه به مسئلې لا زياتې شي۔ ده تجويز وركړٶ چې په سلامتي كونسل كښې دې د غېر مستقل غړٶ شمېره زياته كړې شي دغسې چې د طاقت توازن بهتر شي او د ويټو اثر كم كړے شي۔ ده ووئيل زيات ټاكلي غړي به د كونسل په پرېكړو كښې توازن پېدا كړي۔










