اسلام آباد15اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټرمحمداورنګزيب وئيلي دي سفارتكاري د پېښې په ځاے يو عمل دے٬ مېنځني ختيز كښې د امن خبرو اترو په اړه پاكستان خپل كردار په ښه ډول لوبوي، د آئي اېم اېف پروګرام په بنيادي فريم ورك د عملدرآمد عزم لرو٬ د موجوده بيروني فشار په تناظر كښې دا پروګرام د استحکام او دبازارد باور يوه معتبره ذريعه ده۔ وفاقي وزير دا …
مېنځني ختيز كښې د امن خبرو په اړه پاكستان خپل كردار په ښه ډول لوبوي۔ د وفاقي وزير محمداورنګزيب سي اين بي سي سره مركه او ملاقاتونو كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد15اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټرمحمداورنګزيب وئيلي دي سفارتكاري د پېښې په ځاے يو عمل دے٬ مېنځني ختيز كښې د امن خبرو اترو په اړه پاكستان خپل كردار په ښه ډول لوبوي، د آئي اېم اېف پروګرام په بنيادي فريم ورك د عملدرآمد عزم لرو٬ د موجوده بيروني فشار په تناظر كښې دا پروګرام د استحکام او دبازارد باور يوه معتبره ذريعه ده۔ وفاقي وزير دا خبره د آئي اېم اېف او نړيوال بېنك د كلنو غونډو په مهال په واشنګټن ډي سي كښې د لوړې كچې ملاقاتونو او دستورو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ سينيټر محمد اورنګزيب د نړيوال مالياتي فنډ فرسټ ډپټي منيجنګ ډائريکټر ډين کيټز سره ملاقات وكړو۔د خزانې وزير د آئي ايم ايف مشن ډلې لخوا د ايکسټينډډ فنډ فسيلټي له مخې د جاج د درېمې او د ريزيلينس اينډ سسټين ايبلټي فسيلټي له مخې د دوېم جاج د موثره تابيي مننه وكړه۔ ده غونډه خبر كړه چې د سټاف لېول لوظنامه په كاميابۍ سره شوې او اوس د آئي اېم اېف د اېګزېكټو بورډ منظورۍ ته انتظار دے ۔ د خزانې وزيرد روان تاٶ تريخوالي د پاکستان په معيشت د اثرات په اړه فرسټ ډپټي منيجنګ ډائريکټر ته بريفنګ وركړو ٬ په خاص توګه د توان اخستو او د لاجسټكس په اړه په رامخې ته چېلنجز ےڼا واچولې شوه۔ ده د حکومتي پاليسۍد غبرګون خاكه هم وراندې كړه چې مطلب يې د نظم و نسق اقدامات او په مالياتي توګه غير جانبداره هدفي سبسډيز شامل ده دغسې چې د ټولنې په معاشي توګه د كمزورو طبقو تحفظ باوري كړے شي۔ ۔ د خزانې وزير د راتلونكي بجټ په اړه د خبرو پشمول د ټېكس په چارو مشاورت لپاره د ئي ايم ايف د مشن د متوقع دورې هم هركلے وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزيرد نړيوال مالياتي فنډ تر سېوري لاندې پېنل مباحثه كښې هم ګډونوكړو۔ د دستورې په پائ كښې د پوښتنواو ځواب ناسته هم وشوه۔










