اسلام آباد 15 اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب په دوره روان شو٬نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او خاص مرستيال سيد طارق فاطمي د هغه سره دي۔د پي ايم آفس ميډيا ونګ څخه د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف به د 15 نه تر 18 اپريل 2026 د …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب په دوره روان شو

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب په دوره روان شو٬نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او خاص مرستيال سيد طارق فاطمي د هغه سره دي۔د پي ايم آفس ميډيا ونګ څخه د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف به د 15 نه تر 18 اپريل 2026 د سعودي عرب٬قطر او تركيه سركاري دوره كوي۔د سعودي عرب او قطر دورې په مهال به وزيراعظم دواړو هېوادونو مشرتابه سره ملاقاتونه كوي چې پكښې به د روانې دوه اړخيزه مرستې سره سره په سيمه ايز امن او سلامتيا په چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف پنځم انطاليه ډپلوميسي فورم كښې ګډون لپاره د تركيه هم دوره كوي۔د فورم به په مهال به وزيراعظم نورو نړيوالو لارښودو سره فورم كښې د پاكستان نقطه نظر وړاندې كولو لپاره”ليډرز پينل”كښې هم ګډون كوي۔په دې موقع د وزيراعظم محمد شهباز شريف د صدر رجب طيب اردوان او نورو مهمو نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه هم متوقع دي۔










