اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی)د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئېلي دي سي پي څخه به په پاكستان كښې د روزګار موقعې راپېدا شي٬دا پروژه د سيمه ايز پرمختګ لپاره د مهم سنګ ميل حېثيت لري۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز تر سيوري لاندې پالېسي ډائيلاګ او رپورټ لانچ دستورې ته د خاص مېلمه په توګه د خپل خطاب په مهال وكړه۔په دستوره …
سي پيك څخه به په پاكستان كښې د روزګار موقعې راپېدا شي٬دا پروژه د سيمه ايز پرمختګ لپاره د مهم سنګ ميل حېثيت لري۔قيصر احمد شيخ

مزید خبریں
اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی)د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئېلي دي سي پي څخه به په پاكستان كښې د روزګار موقعې راپېدا شي٬دا پروژه د سيمه ايز پرمختګ لپاره د مهم سنګ ميل حېثيت لري۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز تر سيوري لاندې پالېسي ډائيلاګ او رپورټ لانچ دستورې ته د خاص مېلمه په توګه د خپل خطاب په مهال وكړه۔په دستوره كښې د چين سفارتخانې ډپټي هيډ آف مشن شي يوان چنګ هم ګډون وكړو۔په دې موقع د سي پېك راتلونكې پړاؤ كښې ښه والي ٬موثر پالېسي سازۍ او د منصوبو رفتار په تندولو خبرې اترې وكړې۔وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ووئېل پاكستان د چين د پرمختګ څخه زده كړه كوي٬هلته د تعليم سره فني پوهې ودې ته خاص پام لرنه كېږي ۔ده ووئيل حكومت د غربت خاتمې لپاره ګڼ شمېر اقدامات كوي٬چين په دې اړه مثالي منصوبه پیل كړی كومې څخه چې د استفادې كولو ضرورت دے۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به د سي پېك د لارې نه يوازې خپل معيشت مستحكم كړي بلكې په منطقه كښې تجارتي روابط او خوشحالۍ ته به هم وده وركړي۔










