د بلوچستان په اړه د نيشنل وركشاپ 92 كسيزه پلاوي د پيښور دوره ، امنيت او د ترهګرۍ مخنيوي په چارو بريفنګ

اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د نېشنل ورکشاپ بلوچستان پلاوي ته د پېښور دورې په مهال امنيت او د ترهګرۍ مخنيوي سره په چارو بريفنګ وركړے شو۔ د تفصیلات له مخې د بلوچستان په اړه د نېشنل وركشاپ 92 كسيزه پلاوي د پېښور دوره وكړه٬ په پلاوي كښې مختلف مكتبه فكر سره تعلق لرونكې مېرمنې او حضرات شامل وو۔ پلاوي ته د خېبر پښتونخوا امنيتي وضعې ٬ د ترهګرۍ مخنيوي له …

اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د نېشنل ورکشاپ بلوچستان پلاوي ته د پېښور دورې په مهال امنيت او د ترهګرۍ مخنيوي سره په چارو بريفنګ وركړے شو۔ د تفصیلات له مخې د بلوچستان په اړه د نېشنل وركشاپ 92 كسيزه پلاوي د پېښور دوره وكړه٬ په پلاوي كښې مختلف مكتبه فكر سره تعلق لرونكې مېرمنې او حضرات شامل وو۔ پلاوي ته د خېبر پښتونخوا امنيتي وضعې ٬ د ترهګرۍ مخنيوي له په پورته كېدونكو ګامونو او بارډر مېنجمنټ بريفنګ وركړے شو۔ پلاوي د ګورنر هاؤس او قلعه بالا حصار ميوزيم دوره هم وكړه ٬ د شهيدانو يادګار ته يۍ حاضري وكړه او هغوي ته يۍ پېرزوئنې وړاندې كړې۔ پلاوي سره خپلو خبرو كښې د پېښور كور كمانډر ووئيل پاك پوځ څنګه په خېبر پښتونخوا كښې د امنيتي دړكو مقابله كوي۔ پاك پوځ او فرنټيئر كور خېبر پښتونخوا د هېواد دفاع سره سره د تعليم ٬ روغتيا او لوبو په وده كښې مهم كردار ترسره كوي۔ پلاوي كښې ګډون كوونكو ووئيل د پاك پوځ د هڅو له امله په خېبر پښتونخوا كښې بدلون رامخې ته شوے۔ پاك پوځ د دښمن په هر ډګر په نره مقابله كړې او د خپل هېواد د ګټ ګټ دفاع يې كړې۔ پلاوي دوره معلوماتي ګرځولو سره د پاك پوځ او فرنټيئر كور خذمات ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔