حكومت د سپلائي چېن مستحكمولو ٬ د طلب انتظام ښه كولو او د هدفي سبسډيز معارفي كولو په څير اقدامات كوي: د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب

اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي منځني ختيز كښې د روانې وضعې تر مخه حكومت د سپلائي چېن مستحكمولو ٬ د طلب انتظام ښه كولو او د هدفي سبسډيز معارفي كولو په څير اقدامات كوي۔ دا خبره ده د نړيوال بنك او آئي اېم اېف د سپرلي موسم غونډې 2026 په موقع د يو ايس پاكستان بزنس كونسل تر سيوري لاندې د …

اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي منځني ختيز كښې د روانې وضعې تر مخه حكومت د سپلائي چېن مستحكمولو ٬ د طلب انتظام ښه كولو او د هدفي سبسډيز معارفي كولو په څير اقدامات كوي۔ دا خبره ده د نړيوال بنك او آئي اېم اېف د سپرلي موسم غونډې 2026 په موقع د يو ايس پاكستان بزنس كونسل تر سيوري لاندې د ماسپخين ډوډۍ د ميلمستيا دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير په پاكستان كښې د كار كوونكو امريكائي كمپنيو استازو سره ملاقات هم وكړو۔ وفاقي وزير په دستوره كښې ګډون كوونكې د پاكستان معاشي وضعې او د اصلاحات عمل كښې د شوي پېشرفت څخه خبر كړل۔ ده ووئيل پاكستان د آئی اېم اېف د اېکسټېنډډ فنډ فېسلټې په درېمه او د ریزیلینس اېنډ سسټېن اېبلټی فېسلټې په دويمه جائزه اسټاف لېول لوظنامه كړې ده او هيله ده چې آئي اېم اېف بورډ به ډېر زر د دې منظوري وركړي۔ د خزانې وزير په منځني ختيز كښې د روانې شخړې په پاكستاني معيشت د اغېزو ٬ په خاص توګه د توان په رسنه ٬ په بيعو او لاجسټكس د پرېوتونكي فشار ذكر هم وكړو۔ ده ووئيل حكومت د سپلائي چېن مستحكمولو ٬ د طلب انتظام ښه كولو او د هدفي سبسډيز معارفي كولو په څير اقدامات كوي۔ د خزانې وزير ټېكس نېټ ته د پراختيا وركولو په هڅو زور راوړو۔ د غونډې په پايه كښې د پوښتنو او ځوابونو سېشن هم وشو په كومو كښې چې ګډون كوونكو د پاكستان په معاشي پالېسيو او اصلاحاتي ايجنډا كښې ژوره خوښي ښكاره كړه۔