كراچي 14 اپریل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پاكستان كوسټ ګارډز هيډكوارټر كراچۍ دوره وكړه ۔هيډكوارټرز ته په رسېدو د پاكستان كوسټ ګارډز ډائرېكټر جنرل ميجر جنرل جواد رياض د وفاقي وزير تود هركلے وكړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيدانو په يادګار حاضري وكړه او د ګلونو څادرونه يې وغوړول او دشهيدانو لوړو درجو لپاره يب فاتحه خواني وكړه۔ په دې …
د كورنيو چارو وفاقي وزير د كوسټ ګارډز هيډكوارټر دوره ٬د كراچۍ نه تر عراق زائرين لپاره د فيري سروس فزيبلټي جوړولو هدايت

مزید خبریں
كراچي 14 اپریل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پاكستان كوسټ ګارډز هيډكوارټر كراچۍ دوره وكړه ۔هيډكوارټرز ته په رسېدو د پاكستان كوسټ ګارډز ډائرېكټر جنرل ميجر جنرل جواد رياض د وفاقي وزير تود هركلے وكړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيدانو په يادګار حاضري وكړه او د ګلونو څادرونه يې وغوړول او دشهيدانو لوړو درجو لپاره يب فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع شهيدانو ته په غوره ټكو پيرزوئنې وړاندې كولو سره ده ووئيل د پاكستان كوسټ ګارډز شهيدانو د كوسټل ايرياز حفاظت لپاره لازواله قربانۍ وركړي دي كومې به چې به تل يادې ساتلې شي۔په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزير ته د پاكستان كوسټ ګارډز پيشه وره تربيې٬آپريشنل چمتوالي او د پسني سيف سټي پراجيكټ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔محسن نقوي د كوسټ ګارډز پيشه وره صلاحيتونه وستائېل۔بريفنګ كښې ووئېل شول چې د تېر يو كال په مهال فورس په بشپړه كاروائي كولو 14000 كلوګرام نشه اي توكي ضبط كړي د كومو چې په نړيوال ماركيټ كښې ماليت 8 اربه روپو څخه زيات دے۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نشه اي توكو مخ نيوي او د بشري قاچاق مخ نيوي لپاره دج بشپړه كاروائي روانې ساتلو سخت هدايت وركړل ۔په يوه مهمه پريكړه كښې وفاقي وزير كراچۍ نه تر عراق فيري(كشتي)سروس چلولو لپاره د فزيبلټي رپورټ جوړولو هدايت هم وكړو۔ده ووئيل فيري سروس پېل كېدو څخه به زائرن ته د عراق تللو كښې ډېرې آسانۍ ترلاسه شي۔د غونډې په اختتام د پاكستان كوسټ ګارډز شهيدانو لوړو درجو لپاره خاص دعاګانې هم وغوښتلې شوې










