اسلام آباد 14 اپریل (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د ايران امريكې خبرو اترو په مهال د پاكستان كردار او هڅو ستائنې كولو سره وئېلي دي پاكستان تاريخ ساز خبرو لپاره په پليټ فارم وړاندې كولو په نړيواله ورورولۍ كښې د يو ذمه وار او د كليدي رياست په توګه د خپل پوزيشن توثيق وكړو او يو ځل بيا يې په نړۍ د امن پسند عزت ثابت كړو۔د …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د وزيراعظم محمد شهباز شريف ملاقات٬د امن هڅې مخ په وړاندې بوتللو لپاره د راتلونكې سعودي عرب او تركيې دورې په اړه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 14 اپریل (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د ايران امريكې خبرو اترو په مهال د پاكستان كردار او هڅو ستائنې كولو سره وئېلي دي پاكستان تاريخ ساز خبرو لپاره په پليټ فارم وړاندې كولو په نړيواله ورورولۍ كښې د يو ذمه وار او د كليدي رياست په توګه د خپل پوزيشن توثيق وكړو او يو ځل بيا يې په نړۍ د امن پسند عزت ثابت كړو۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره شوي ملاقات كښې د امريكې او ايران ترمينځه د خبرو كوربتوب په اړه د پاكستان د زړه نه هڅې وستائېلې ۔صدر مملكت د منطقې موجوده امنيت او سفارتي صورتحال په اړه د خيالاتو څرګندونه كولو سره ووئېل د دې صورتحال اثرات به نه يوازې په منطقه بلكې په مجموعي توګه په نړيوال امنيت٬معيشت او سياست مرتب شي۔د ملاقات په مهال د وزيراعظم د ايران او امريكې ترمينځه د شوو خبرو اترو په ټولو اړخونو صدر مملكت په اعتماد كښې واخستلے شو ۔وزيراعظم د خبرو د بيلو اړخونو او د پاكستان ثالثۍ د لارې د شوې پېشرفت په اړه به تفصيلي توګه خبر كړے شو ۔ ده صدر مملكت ته د امن هڅې مخ په وړاندې بوتللو لپاره د خپلې سعودي عرب او تركيې راتلونكې دورې په اړه هم ووئېل خ۔صدر مملكت آصف علي زرداري دا سفارتي اقدام كاميابولو لپاره د وزيراعظم٬نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل او د ټولو رياستي ادارو د زړه له كومې ستړو ستائنه وكړه۔ده ووئېل د ټولو سټيك هولډرز ترمينځه مثالي همغږي د دې اعلٰی كچې رابطې ممكن كولو كښې كليدي ثابت شوې۔صدر مملكت نړيوال امن او د سيمه ايز استحكام وده كښې د پاكستان تاريخي كردار وستائېلو۔صدر مملكت ووئېل وزيراعظم و نائب وزيراعظم له د امريكې او ايران سره سره د لويو سيمه ايز او نړيوالو طاقتونو سره په فعاله توګه رابطه كښې پاتې كېدل پكار دي دغسې چې امن د عمل تسلسل او سيمه ايزه همغږي باوري كړی شي۔په ملاقات كښې نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار او وفاقي وزير سينيټر رانا ثناﺀ الله هم موجود وو او د صدر مملكت معاونت پخواني وزيراعمظم راجه پروېز اشرف٬سينيټ كښې د پي پي پي پارليماني مشرې سينيټر شيري رحمان او د سينيټ پخواني چيئرمېن سيد نيئر حسين بخاري وكړو










