د بلوچستان استحکام او پرمختګ نه غیر پاکستان مخ په وړاندې نشي تللے ،د صدر مملکت آصف علی زرداري د بلوچستان په اړه د 19م نیشنل ورکشاپ ګدون كوونكو ته خطاب

اسلام آباد۔14اپریل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د بلوچستان مسائل حل كولو لپاره د مکالمې، ښې واكمنۍ ، بهتر روابط او د موثره آبي نظم و نسق په ضرورت زور راوړلو سره وئېلي دي د صوبې استحکام او پرمختګ نه غیر پاکستان مخ په وړاندې نشي تللے ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ ایوانِ صدر كښې د بلوچستان په اړه د 19م نیشنل …

اسلام آباد۔14اپریل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د بلوچستان مسائل حل كولو لپاره د مکالمې، ښې واكمنۍ ، بهتر روابط او د موثره آبي نظم و نسق په ضرورت زور راوړلو سره وئېلي دي د صوبې استحکام او پرمختګ نه غیر پاکستان مخ په وړاندې نشي تللے ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ ایوانِ صدر كښې د بلوچستان په اړه د 19م نیشنل ورکشاپ ګدون كوونكو ته خطاب كښې وكړه ۔دستوره كښې د سائنس ټیکنالوجي وفاقي وزير خالد حسین مګسي، پخوانے وزیراعظم او د قامي اسمبلۍ غړے راجه پرویز اشرف، د بلوچستان سینئر سیاسي لارښود سردار یار محمد رند او نور شخصیات هم موجود وو ۔ د پاک پوځ د 12 م کور کمانډر سګنلز بریګیډیئر بلال غفور د دستورې نظامت وكړو ۔ صدر مملکت ووئېل صوبه كښې د كار مماحول پېدا كول ضروري دے دغسې چې خلق د روزګار په لټون كښې په كډه كولو مجبور نشي ۔ ده ووئېل بلوچستان بلها معدني وسائل لري خو هغه هلته د مختصره مودې اقدامات په ځائے د اوږد مهاله ترقیاتي منصوبو ضرورت دے ۔ ده ووئېل د اتلسم آئينې ترمیم نه پس به اباسين د ګنو پلونو ج٬رېدو سره د بلوچستان د هېواد د نورو برخو سره يپه تړلو روابط شه شوي دي ۔ صدر مملکت اوبه يوه مهمه مسئله ګرځولو سره ووئېل د نهرونو د لائننګ په منصوبو عمل کېږي دغسې چې د اوبو ضیاع کېدل كم شي ۔ ده په دې خبره زور راورو چې د اوبو تحفظ د كر كېلې او کان کنۍ لباره ضروري دے ۔ صدر مملکت د صوبې مسائل حل كولو لپاره د اتحاد او داخلي احتساب په اهمیت زور راوړلو سره ووئېل مکالمه او جمهوری عمل بس د وراندې تللو يوازنې لاره ده ۔ ده ووئېل جنګ د مسائل حل نه دے ۔ ده په ټولو ډلو زور راوړو چې اختلافات په مشاورت اور د مرستې د لارې حل کړي ۔ صدر ووئېل د بلوچستان اولس ته د چین۔پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پیک) لاندې د تر لاسه موقعو څخه په زړه پورې ګته پورته كول غواړي كومه چې هغه د سباون يوه تجارتي لاره وګرځوله كومه چې صوبه د سيمه ايزو او نړيوالو منديانو سره تړي۔ صدر مملکت ووئېل بلوچستان كښې تل پاتي امن لپاره د وسائل بهتر استعمال، سرمایه کارۍ لپاره سازگګر ماحول، د ځوانانو ترقي، د كر كېلې جدت او د وړو زمیندارو مرستې له هدفي سبسډیز او د جدید زرعي مشینرۍ وركړې ته پام لرنه ضروري ده ۔ صدر آصف علی زرداری ووئېل پاکستان د سيمه ايزو شراکت دارو سره اړيكو مضبوطوول له عزم لري، ده د بلوچستان او سندھ بندرګاهونو په قامي معیشت كښې اهمیت رامخې ته كړو د كومو نه چې نورو صوبو ته هم تر سمندري تجار رسائۍ د څخه ګټه رسي۔ صدر د دې عزم پخلے وګرو چې د پاکستان يو والے او ترقي د بلوچستان د استحکام سره تړلې شوي او حکومت به د صوبې ترقۍ او قامي چوكاټ كښې شاملولو لپاره د وسائلو او مرستې وركړه روانه ساتي ۔ د دې نه وړاندې کمانډر سګنلز 12 کور بریګیډیئر بلال غفور د نیشنل ورکشاپ بلوچستان اغراض و مقاصد بیان كولو سره ووئېل دا ورکشاپ د بلوچستان حکومتِ يو د ستائنې وړ ګام دے كوم چې د 12 کور هیډکوارټرز کوئټه په همكارۍ تايبا شوے او د كوم مقصد چې قامي هم غږۍ او د صوبې او اولس په چارو تعمیري مکالمې ته وده وركول دي۔ ده ووئېل ورکشاپ كښې د اسمبلۍ غړي ، خبريالان، پالیسي ساز، د تعلیم پوهان او د ځوانانو قیادت په يو پلیټ فارم راوستلو سره قامي يو والي ته وده رسي ۔ د بلوچستان په اړه 19م نیشنل ورکشاپ كښې د میډیا پشمول د مختلف ادارو نه 93 كسان شریک دي د چا تعلق چې د بلوچستان پشمول د هېواد د بېلا بېلو برخو څخه دے۔ ده د ګدون كوونكو د 60 فیصد ه كسانو تعلق د بلوچستان او د 40 فیصده د پاکستان د نورو سيمو څخه دے ہے۔ صدر مملکت په دې مهال د نیشنل ورکشاپ بلوچستان د ګډون كوونكو په بېلو قامي چارو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل