اسلام آباد۔14 اپریل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اولسي خذمت تګلاره لا په تندۍ سره مخ په وړاندې بوتللو او د اولسي مسئلو حل ته د پام لرنې هدايت كولو سره وئېلي دي حكومت د اولس ښېګړې او د هېواد معاشي پرمختګ لپاره ټول وسائل كاروي۔ده د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀالله او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره خبرې كولې …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د اولسي خذمت تګلارې په تندۍ سره مخ په وړاندې بوتللو او د اولس مسئلو حل كولو ته د پام لرنې سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔14 اپریل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اولسي خذمت تګلاره لا په تندۍ سره مخ په وړاندې بوتللو او د اولسي مسئلو حل ته د پام لرنې هدايت كولو سره وئېلي دي حكومت د اولس ښېګړې او د هېواد معاشي پرمختګ لپاره ټول وسائل كاروي۔ده د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀالله او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره خبرې كولې چا چې د نهې په ورځ دلته په وزيراعظم آفس كښې دوي سره ملاقات وكړو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال٬حكومتي چارو او په سياسي تګلاره تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وزيراعظم ووئيل حكومت د اولس خېرښېګړې او د هېواد معاشي پرمختګ لپاره ټول وسائل كاروي۔ده هدايت وكړو چې د اولس خذمت تګ لاره به لا په تندۍ سره مخ په وړاندې بوتللې شي او د اولس مسئلو حل ته وړومبې پام لرنه پكار ده ۔دغسې دواړو لارښودو په دې مهال د خليج بحران حل لپاره د وزيراعظم هڅو ته پيرزوئنې وړاندې كړې










