اسلام آباد۔14اپریل (اے پي پي) د خزانې او محصولات وزير مملكت بلال اظهر کیاني وئېلي دي حکومت د غیر قانوني سګریټس کاروبار ختمولو لپاره موثر ګامونه اخلي او په دې ږر كښې د قانون نفاذ لا مضبوطولې شي ۔ ده دا خبره نن د نهې په ورځ د اکسفورډ اکنامکس تر سېوري لاندې د غیرقانوني سګریټ په اړه د کاروباربار جاج اغستو رپورټ اجرا په مهال دستورې ته وبنا كښې …
حکومت د غیر قانوني سګریټس کاروبار ختمولو لپاره موثر ګامونه اخلي ، وزیر مملکت بلال اظهر کیاني

مزید خبریں
اسلام آباد۔14اپریل (اے پي پي) د خزانې او محصولات وزير مملكت بلال اظهر کیاني وئېلي دي حکومت د غیر قانوني سګریټس کاروبار ختمولو لپاره موثر ګامونه اخلي او په دې ږر كښې د قانون نفاذ لا مضبوطولې شي ۔ ده دا خبره نن د نهې په ورځ د اکسفورډ اکنامکس تر سېوري لاندې د غیرقانوني سګریټ په اړه د کاروباربار جاج اغستو رپورټ اجرا په مهال دستورې ته وبنا كښې وكره ۔ده ووئېل د نړۍ د څو نورو هېوادونو غوندې پاکستان هم د غیر قانوني سګریټ لويې مسئلې سره مخ دے او د اندازو تر مخه د سګریټ پیداوار او استعمال د 25 فیصد نه زياته برخه یعني نزدې 20 اربه سګریټ د ټیکس او ډیوټۍ ادا كولو څخه بچ كېږي ۔ د دې په نتیجه كښې حکومت کته د كال نزدې 137 نه تر 200 ارب روپو ریونیو زيان رشي ۔وزیرمملکت ووئېل دا مسئله تر ډېره حده د كورني نوعیت ده د كومې بنیادي وجوهات چې غیر قانوني پیداوار او په پراخه پېمانه د ټیکس غلا ده ۔ د دې سره سره تیار شوي سګریټ یا د خام مال سمګلنګ هم مهم پكښې کردار ادا کوي ۔ده ووئېل بدلېدونكے صورتحال د حکومت لپاره لا چیلنجز پیدا کوي خو د ستونزو باوجود حکومت د سګریټ غیرقانوني صنعت او د کاروبار خاتمې لپاره قوانین لا مضبوطولو او د سرکاري محصولات تحفظ له عزم لري ،د دې سره حکومت د جائز کاروباريانو مرسته او د قانون بر لاسے برقرار ساتي










