د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د بیساکھي خوشحالۍ په موقع د پاکستان پشمول د ګردې نړۍ سکھ ورورولۍ ته مبارکي

اسلام آباد۔14اپریل (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د بیساکھي د خوشحالۍ په موقع د پاکستان بشمول د ګردې نړۍ هندو او سکھ وروروليو ته د زړه نه مباركي وركړې ده ۔د سینیټ سیکرټریټ نه جاري بيان تر مخه خپل د خوشحالۍ پیغام كښې د سینیټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني ووئېل بیساکھي د خوشحالۍ، امید اور ورورولۍ علامت دے،كوم چې مونږ ته د شريك احترام، روادارۍ …

اسلام آباد۔14اپریل (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د بیساکھي د خوشحالۍ په موقع د پاکستان بشمول د ګردې نړۍ هندو او سکھ وروروليو ته د زړه نه مباركي وركړې ده ۔د سینیټ سیکرټریټ نه جاري بيان تر مخه خپل د خوشحالۍ پیغام كښې د سینیټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني ووئېل بیساکھي د خوشحالۍ، امید اور ورورولۍ علامت دے،كوم چې مونږ ته د شريك احترام، روادارۍ او هم غږۍ درس راكوي ۔ ده ووئېل پاکستان يوه ګنه كلتوري او كثير المذاهب ټولنه لري چرته چې د مختلف مذاهب څخه تعلق لرونكې كسان د خپلې عقېدې تر مخه د ژوند تېرولو آزادي لري د سېنېټ ۔چیئرمین د دې عزم پخلے وكرو جې پاکستان كښې د مهذهبونو تر مينځه هم غږۍ ته به لا وده وركولې شي او د ټولو وګرو تر مينځه به اتحاد و يو والے مضبوطولې شي۔چیئرمین سینیټ سید یوسف رضا ګیلاني دعا وكړه چې د بیساکھي دا خوشحالۍ دې هېواد كښې د امن، استحکام او خوشحالۍ پیش خیمه ثابت شي او د ټولو اقلیتونو لپاره دې د د خوشحالۍ او و اطمینان باعث وګرځي ۔