اسلام آباد۔14اپرېل(اے پي پي)صدر مملکت آصف علي زرداري د خوشخالو او خنداګانو په زړه پوزرې تهوار بیساکھي په موقع پاکستان او ټوله نړۍ كښې مېشته هندو او سکھ ورورولۍ ته مباركي وركولو سره وئېلي دي بیساکھي يو مهم مذهبي او كلتوري سنګ میل دے كوم چې د ربیع فصل د رېبلو د پېل كېدو علامت دے، دا موسم د کسانانو لپاره ډېر د خوشحالۍ باعث دے ځكه چې هغوي د …
بیساکھي يو مهم مذهبي او كلتوري سنګ میل دے كوم چې د ربیع فصل د رېبلو د پېل علامت دے، د صدر مملکت آصف علي زرداري د بیساکھي په موقع پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔14اپرېل(اے پي پي)صدر مملکت آصف علي زرداري د خوشخالو او خنداګانو په زړه پوزرې تهوار بیساکھي په موقع پاکستان او ټوله نړۍ كښې مېشته هندو او سکھ ورورولۍ ته مباركي وركولو سره وئېلي دي بیساکھي يو مهم مذهبي او كلتوري سنګ میل دے كوم چې د ربیع فصل د رېبلو د پېل كېدو علامت دے، دا موسم د کسانانو لپاره ډېر د خوشحالۍ باعث دے ځكه چې هغوي د خپلې كړې خوارۍ ميوې تر لاسه كوي ۔د ګل په ورځ د ایوان صدر پریس ونګ نه جاري بیان تر مخه د بیساکھي په موقع خپل پیغام كښې صدر مملکت ووئېل دا موقع د شکر ادا كولو ، غور و فکر ٬ د ایمان، اتحاد او د انسانیت د خدمت غوندې د تل پاتي اقدار د تجدید پیغام وركوي ۔صدر مملکت ووئېل د پاکستان به ګنو سيمو كښې بیساکھي د ګاونډيانو او د مقامي عزيز وليو د اړخه هم د احترام سره نمانځلې كېږي كوم چې په شريك احترام د اډاڼه مشترکه سماجي فضا عکاس دے ۔صدر مملکت آصف علي زرداري ووئېل بابائے قوم د يو داسې هېواد تصور وړاندې كرے ؤ كوم چې ټولو وګرو له بغیر د كوم مذهیي یا نسلي امتیاز ، مساوات، آزادي او د تحفظ په اصولو قائم وي ، دا اصول د پاكستان آئین كښې په رسمي توګه شامل دي كوم چې ټولو وروروليو ته د يو برابر حقونو او تحفظ ضامن دي ۔ ده ووئبل حکومت هندو او سکھ یاتریانو له د اسانيو لپاره اقدامات جاري ساتلي دي ، په مهمو مذهبي موقعو د ټول هېواد ګردوارو خيال ساتل اور امنيت هم بازري كوي ۔ صدر مملکت ووئېل د ټول هېواد د ټولو وروروليو يو برابر حقونو تحفظ لپاره د عزم پخلے كوم ، د هغو تعلق كه د كومې هم عقیدې، ذات یا مسلک سره وي ۔ده ووئېل حکومت د اقلیتي وروروليو بنیادي حقونو ، سلامتیا او د وقار تحفظ لپاره عزم لري او د دوي سماجي و معاشي ښیګړې له خپلې ذمه وارۍ به تر سره كوي ، د دوي د ځان و مال تحفظ د ریاست يوه مهمه ذمه واري ده ۔صدر مملکت ووئېل زه په پاکستان اور ګرده نړۍ كښې امن، خوشحالۍ او ہم غږۍ لپاره لاس په دعا يم ، هيله لرم چې دا ورځ به د ټولو لپاره په خاص توګه زمونږ هندو او سکھ بورورولۍ له د خوشحالو باعث وګرځي۔










