اسلام آباد۔13اپریل (اے پي پي)وزیراعظم محمد شهباز شریف د اسلام آباد خبرو تاریخي لمحې د هېواد 24 کروړه اولس لپاره د وياړ باعث ګرځولو سره وئېلې دي په خلوص لرونكې ،مثبت او په تاریخي کردار به نړيواله توګه د پاکستان وقار زيات شوے دے ، امریکې او ایران 47 كاله پس زمونږ په بلنه په اعلی كچه يو سره مخا مخ خبرې وكړې ،په خبرو كښې څو لمحې داسې راغلې …
د اسلام آباد خبرو تاریخي لمحه د هېواد د 24 کروړه اولس لپاره د وياړ باعث ده ، امریکې او ایران 47 كاله پس زمونږ په بلنه په اعلی كچ مخامخ خبرې وكړې، د وزیراعظم شهباز شریف د وفاقي کابینې غونډې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔13اپریل (اے پي پي)وزیراعظم محمد شهباز شریف د اسلام آباد خبرو تاریخي لمحې د هېواد 24 کروړه اولس لپاره د وياړ باعث ګرځولو سره وئېلې دي په خلوص لرونكې ،مثبت او په تاریخي کردار به نړيواله توګه د پاکستان وقار زيات شوے دے ، امریکې او ایران 47 كاله پس زمونږ په بلنه په اعلی كچه يو سره مخا مخ خبرې وكړې ،په خبرو كښې څو لمحې داسې راغلې چې خبره به په ورېنېدو ورانېدو سمه شوه ،زمونل د زړه له كومي هڅو نتیجه ده چې تر اوسه جنګ بندي برقرار ده ،تصفیه طلب معاملات حل کولو لپاره هڅې روانې دي،د دواړو هېوادونو پلاويو د پاکستان د سیاسي او عسکري قیادت ډېره ستائنه كرې ده او د پاکستان د اخلاص،كورتوب او ثالثۍ يې د زره نه اعتراف کړے دے ،د فیلډ مارشل سید عاصم منیر فراست او په حکمت جنګ بندۍ ته اتفاق راغلو ،نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار اور فیلډ مارشل سید عاصم منیر د امن ږپاره کردار به تاریخ كښې په سرو زرو ټكو لېكلې شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته خطاب کښې وكره۔ وزیراعظم ووئېل د امریکې او ایران تر مينځه د تېرو 47 كالو نه عمر له بلواسطه خبرې شوي خو د ددواړو په اعلی كچه پلاوي زمونږ په بلنه پاکستان ته راغلل ،د دې لپاره د كران ورور د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان او د امریکې صدر ډونلډ ٹرمپ مننه كوو ٬ هغوي زمونل په وېنا پلاوي راولېلل او تر دوو اوونيو بې جنګ بندي وكره ۔وزیر اعظم ووئېل د دې څخه پاکستان ته د كوبتوب ، ثالثۍ او امن راوستو يوه داسې موقع تر لاسه شوه د كومې چې په تاريخ كښې مثال نه تر لاسه كېږي او دا تاریخی لمحه د پاکستان 24 کروړه اولس له د وياړ باعث ده ۔وزیراعظم ووئېل اسلام آباد خبرو څخه پاکستان ته د جنګ بندۍ په مستقل امن د بدلولو موقع تر لاسه شوه ، د نړۍ په تاريخ كښې د اوسلو ،جنیوا ،ګډ فرائیډے لوظ نامې شته ٬ دغسې د سوډان او نورو سيمو كښې د جنګ بندولو او د امن راوستو كښې څو مياشتې او څو كلونه لګېدلي ۔ ده ووئېل امریکې او ایران د پلاويو په كچه اسلام آباد كښې بالواسطه مخا مخ 21 ساعته خبرې كړې او زه د دې ګواہ يم ،دې لپاره د پاکستان قیادت شپه ورځ محنت كړے ، د پاکستان د زړه نه په هڅو كولو جنګ بندة نن هم قائم دهوزيراعظم ووئيل جنګ بندۍ ٬ امن راوستو او خبرو اترو لپاره په شپه ورځ هڅو د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د هغه ډلې ته پيرزوئنې وړاندې كوم او په خاص توګه د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د هغه ډلې ته د خپلې خوا٬د وفاقي كابينې او د ټول قام لخوا پيرزوئنې وړاندې كوم٬د هغو په فراست او حكمت جنګ بند شو او په عارضي جنګ بندۍ اتفاق راغلو ٬زه د داسې لمحات ګواه يم٬د وزيراعظم په توګه زما ذمه واري ده چې د قامي رازونو امين يم خو چې چرته نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د هغه ډلې محنت كړے هلته فيلډ مارشل سيد عاصم منير ټوله شپه هڅې كړي او داسې حالت راغلے چې خبره به ورانېدو ورانېدو به سمه شوه ٬ ده ووئېل د انسان كار كوشش او محنت كول دي٬٬ د دې قبوليت د لوي څښتن څخه وي ٬په نيك نيتۍ هلوځلو كاميابي ترلاسه كيږي۔وزيراعظم ووئيل په خبرو كښې د ايران پلاوي قيادت د ايران د پارليمان سپيكر محمد باقر قاليباف او د ايران خارجه وزير عباس عراقچي كولو او د امريكې پلاوي مشري نائب صدر جے ډي وينس كوله۔هغوي جلا جلا خبرې اترې كړي خو خبره يې دا كړی چې د پاكستان قيادت په كوربتوب كولو مننه كوو او د پاكستان سياسي او عسكري مشرتابه يې بشپړه ستائنه كړې او د پاكستان اخلاص او د ثالثۍ يې د زړه نه اعتراف كړے چې پاكستان د ورور غوندې كردار ادا كړو ٬ده ووئېل دا مثبت او تاريخي كردار لوي څښتن د پاكستان قام او مشرتابه ته وركړو چرته چې زمونږ سر په وياړ سره هسك شو او مونږ له عاجزۍ سره د لويې څښتن شكر ادا كول پكار دي چې په لوېو نازكو حالاتو كښې يې د پاكستان قيادت خپله فريضه ترسره كړه۔وزيراعظم ووئيل د 47 كلونو څخه د دواړه هېوادونو د يو بل سره د ليدلو روادار نه لرلو خو امن او په زرګونه او لاكهونو بې ګناه ځانونه بچ كولو لپاره لويې څښتن پاكستان ته دا موقع او عزت وركړو ٬نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير څنګه هڅې كړي د دويكردار به تاريخ عمر په زرينو ټكو ياد ساتي٬قام دې د اوږدې مودې امن لپاره دعا وكړي۔ د غونډې په مهال وفاقي كابينې د ايران او امريكې ترمينځه د تاريخ سازه امن خبرو اترو په اړه د پاكستان وزيراعظم محمد شهباز شريف٬نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته پيرزوئنې وړاندې كولو له يو قرارداد به يوه خله منظور كړو چا چې د خپلو مرستيالو سره ډېر محنت او په تدبر سره دوه متحارب ډلې يوځاے كينولې او د نيمې صدي د تعطل خاتمه وكرې شوه ۔دغسې وزيراعظم وفاقي كابينه د منطقې صورتحال او د پاكستان امن لپاره هڅو نه خبر كړه۔وفاقي كابينې په غونډه كښې په اتفاق سره منظور كړي قرارداد كښې ووئيل وفاقي كابينه د رب ذوالجلال به حضور كښې د شكر سجده كوي چې خوږ هېواد پاكستان ته دا موقع وركړې شوه چې منطقه او په نړۍ كښې امن لپاره مركزي كردار ادا كړي۔مونږ د ايران او امريكې ترمينځه دې تاريخ ساز امن مزاركات له وزيراعظم محمد شهباز شريف٬نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته پيرزوئنې وړاندې كوو چا چې د خپلو مرستيالو سره ډېر محنت او په تدبر دوه متحارب ډلې يو ځاے كښنولې ۔قرارداد كښې ووئېل شول وفاقي كابينه په خاص توګه نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير هڅو ته د قدر په نظر ګوري چا چې ټوله شپه په ښه طريقه معاملات ترسره كړل ۔مونږ دعا كوو چې لويې څښتن د امن په دې سفر كښې دوي له كاميابي وركړي۔قرارداد كښې ووئېل شول بے شكه نړۍ به په تاريخ كښې د پاكستان دا كاردار تل ياد ساتي۔زمونږ دعا ده چې د پاكستان د قيادت دا خلوص لرونكې هڅې كاميابۍ سره همكنار شي او نړۍ كښې د امن سبب وګرځي










