د ينګ ډاكټرانو مسئلې په به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال باور

اسلام آباد 13اپرېل (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال سره د خېبرپښتونخوا ينګ ډاكټرانو ايسوسي ايشن پلاوي ملاقات وكړو چې پكښې ينګ ډاكټرانو ته په ورمخې ته شوو بيلو پيشه وره او انتظامي چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال پلاوي د روغتيا په څانګه كښې موجوده مسئلې په خاص توګه سروس سټركچر او نورو پيشه وره چارو پلو د روغتيا وزير پام راوګرځولو۔دوي ووئيل د دې …

اسلام آباد 13اپرېل (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال سره د خېبرپښتونخوا ينګ ډاكټرانو ايسوسي ايشن پلاوي ملاقات وكړو چې پكښې ينګ ډاكټرانو ته په ورمخې ته شوو بيلو پيشه وره او انتظامي چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال پلاوي د روغتيا په څانګه كښې موجوده مسئلې په خاص توګه سروس سټركچر او نورو پيشه وره چارو پلو د روغتيا وزير پام راوګرځولو۔دوي ووئيل د دې مسئلو حل څخه به نه يوازې د ډاكټرانو كاركردګي ښه شي بلكې اولس ته به وركړی كېدونكو طبي آسانيو كښې هم ښه والے راشي۔په دې موقع د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال باور وركړو چې ټولې جائز او حل طلب مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔ده ووئيل حكومت د ينګ ډاكټرانو مسئلو حل لپاره عزم لري او د دوي د مسئلو حل د ښو طبي آسانۍ وركولو لپاره ضروري دي۔