اسلام آباد۔13اپریل (اے پي پي)د پاکستان علما ء کونسل چیئرمین او د وزیرِاعظم خاص مرستيال حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي پاکستان د امریکې او ایران تر مينځه د خبرو اترو په ممکن كولو كښې د امن لپاره تاریخي کردار ادا کړے دے ۔ د ګل په ورځ پریس کانفرنس كښې ده ووئېل 40 كاله پس د دواړو هېوادونو قیادت يو بل ته مخامخ كېدل يوه لويه سفارتي کامیابي ده …
پاکستان د امریکې او ایران تر مينځه په خبرو اترو ممکن كولو منطقه كښې امن لپاره تاریخي کردار ادا کړو ،طاهر محمود اشرفي

مزید خبریں
اسلام آباد۔13اپریل (اے پي پي)د پاکستان علما ء کونسل چیئرمین او د وزیرِاعظم خاص مرستيال حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي پاکستان د امریکې او ایران تر مينځه د خبرو اترو په ممکن كولو كښې د امن لپاره تاریخي کردار ادا کړے دے ۔ د ګل په ورځ پریس کانفرنس كښې ده ووئېل 40 كاله پس د دواړو هېوادونو قیادت يو بل ته مخامخ كېدل يوه لويه سفارتي کامیابي ده او دې ته د يو مثبت پیشرفت په توګه كتل پكار دي ۔ علامہ طاهر اشرفي ووئېل تر ټولو مهمه خبره دا ده چې فریقین خبرو ته كېناستل او چا هم د خبرو دروازې بندولو اعلان ونه كړو ۔ ده ووئېل ایران او امریکې تر مينځه د تاو تريخوالي خاتمې لپاره پاکستان کلیدي کردار ادا کړے او دا سفارتي عمل د پاکستان نړيوال اهمیت رامخې ته كوي۔ علامه طاهر اشرفي اعلان وكړو چې نړيوال پیغامِ اسلام کانفرنس به اوس په 14اپریل نه په 20اپریل اسلام آباد کنونشن سینټر كښې كېږي چې پكښې به څلورو پينځه زره علما كرام او مفتیانِ کرام ګدون كوي او مفتي اعظم فلسطین او قاضی القضا بشمول د عالم اسلام مهم شخصیات به هم ګدون كوي ۔ ده ووئېل پاکستان چې د كوم مقصد لپاره جوړ شوے ؤ نن هغه مقصد پورا كېدونكے ښكاري ۔ ده ووئېل وزیراعظم محمد شهباز شریف، نائب وزیر اعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار او فیلډ مارشل سید عاصم منیر د امن هلو ځلو ستائنه كوو ۔علامہ طاهر اشرفي ایران او امریکې ته غږ وكړو چې هغوي ټول مسائل د خبرو د لارې حل کړي او تاو تريخوالي كښې د زياتوالي نه ډډه وكړي۔ ده ووئېل د فلسطین نه پس د کشمیر مسئله حل كولو لاره به هم د دې سفارتي عمل نه راوځي ۔ ده ووئېل سعودي عرب، ترکیه او د مصر بشمول ګڼ مسلمان هېوادونه د پاکستان د کردار ستائنه كوي او په خبرو كښې د امنيتي ادارو خدمات هم د پېرزوئنو وړ دي ۔










