بوسټن۔13اپرېل(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي چې د نورو هېوادونو په مقابله كښې پاكستان د منځني ختيځ د بحران له امله په رامخې ته شوې وضعه په غوره ډول قابو وموندلو ٬ په دې مهال نه خو سپلائي بحران رامخې ته شو او نه د امنيت كومې مسئلې٬ پاكستان په راتلونكي كښې د بهرنيو واجباتو په وخت د ادا كولو صلاحيت لري۔ ده …
پاكستان د منځني ختيځ د بحران له امله په رامخې ته شوې وضعه په غوره ډول قابو وموندلو٬ د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب

مزید خبریں
بوسټن۔13اپرېل(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي چې د نورو هېوادونو په مقابله كښې پاكستان د منځني ختيځ د بحران له امله په رامخې ته شوې وضعه په غوره ډول قابو وموندلو ٬ په دې مهال نه خو سپلائي بحران رامخې ته شو او نه د امنيت كومې مسئلې٬ پاكستان په راتلونكي كښې د بهرنيو واجباتو په وخت د ادا كولو صلاحيت لري۔ ده دا خبره په هاورډ پوهنتون كښې “د پاكستان معاشي ايجنډا – استحكام ٬ اصلاحات او د مخكښې تللو لاره” سرخط لاندې د اعلی كچې يوه پېنل مباحثه كښې وكړه۔ دا نشست د پاكستان كنفرنس 2026 په لړ كښې وشو۔ په دې مباحثه كښې د معاشياتو كارپوهانو ٬ پالېسي جوړونكو او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو د پاكستان په معاشي صورتحال ٬ اصلاحات سره په اړوندو ترجيحاتو او د اوږدې مودې د پرمختګ په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل په منځني ختيځ كښې روانه شخړه په اوسنيو كلونو كښې نړيوال معيشت ته پېښو لويو چېلنجونو كښې يو چېلنج دے په كوم قابو موندلو له به چې محتاط او متوازن پالېسي خپلول وي۔ ده ووئيل پاكستان د نورو هېوادونو په مقابله كښې د منځني ختيځ د بحران له امله په رامخې ته شوې وضعه په غوره ډول قابو وموندلو۔ ٬ په دې مهال نه خو سپلائي بحران رامخې ته شو او نه د امنيت كومې مسئلې۔ ده ددې باور څرګندونه وكړه چې پاكستان په راتلونكي كښې د بهرنيو واجباتو په وخت د ادا كولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل په كراچی بندرګاہ ټرانزټ تجارت زيات شوے دے كوم چې په يو څو اوونيو كښې د تېر ټول كال حجم څخه هم زيات شوے۔ ده ووئيل په مارچ كښې د روشن ډيجيټل اكاونټ لاندې ريكارډ رقم ترلاسه شو۔ ده ووئيل حكومت د ټېكس نظام په ښه كولو ٬ د ټېكس وركونكو شمېرې په زياتولو او د ټېكس ټو جي ډي پي شرحې په زياتولو كار كوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې صنعت لپاره د پرله پسې سبسډي په ځائې مسابقت او په برآمدات اډانه پرمختګ ته وده وركول ضروري دي۔ ده ووئيل د شمسی توان پېداوار نزدې 8,000 مېګاواټ ته رسېدلې دې كوم چې د اوسنيو نړيوالو چېلنجونو په مهال معيشت ته سهارا وركړه۔ ده ووئيل 28 سرکاری ادارې نجكاري كمېشن ته سپارلې شوي دي دغسې چې مالي بوج كم او حكمراني بهتر كړې شي۔ ده ووئيل دا مباحثه نړيوالو پوهانو او اړوندو حلقو سره د تړون يوه مهمه موقع ثابته شوه كومه چې د پاكستان د معاشي سباؤن حوالې سره د شفافيت ٬ اصلاحات او د مثبت مكالمې عزم عكاسي كوي










