پاك – امريكا اړيكې د وخت او سباؤن ضرورت دي٬ د پاكستاني سفير هاورډ پوهنتون كښې خطاب

نیویارک۔ 13اپرېل(اے پی پی) امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعید شېخ وئيلي پاکستان - امریکا اړيكې يو آپشن نه بلكې د روان وخت او سباؤن اهم ضرورت دي۔ هغه په هاورډ پوهنتون كښې پاكستان كنفرنس ته خپل خطاب كښې امریکائي سرمايه كارو او كاروباري شخصياتو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ سفیر ددے عزم پخلے وكړو چې پاكستان به سرمايه كارو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔ …

نیویارک۔ 13اپرېل(اے پی پی) امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعید شېخ وئيلي پاکستان – امریکا اړيكې يو آپشن نه بلكې د روان وخت او سباؤن اهم ضرورت دي۔ هغه په هاورډ پوهنتون كښې پاكستان كنفرنس ته خپل خطاب كښې امریکائي سرمايه كارو او كاروباري شخصياتو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ سفیر ددے عزم پخلے وكړو چې پاكستان به سرمايه كارو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔ ده د پاكستان د مؤسس قائد اعظم د وژن حواله وركولو سره ووئيل پاکستان د نړۍ محور جوړولو خوب ليدلے شوے و۔ ده ووئيل د خپلو پرله پسې سفارتي هڅو له امله پاكستان ته د امريكا او ايران ترمينځه مذاكراتو كښې د سهولت كار كردار وركړے شو او مونږ په دې باور د دواړو هېوادونو مننه كوو۔ ده د ترھګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو ذكر كولو سره ووئيل د دے ناسور ختمولو له به ټولې هڅې روانې ساتلې شي۔ ده ووئيل د پاكستان د كاركردګۍ جاج اغستو په وخت پېښ چېلنجونه بايد پام كښې ونيولې شي