اسلام آباد۔13اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی فېډرل انوېسټی ګېشن ایجنسي (اېف آئی اے) تر 31 دسمبر 2026ء د يوې عصري او فعاله ادارې جوړولو هدف ټاكلو سره دا خبره په ډاګه كړې ده چې ادارې ته ټول ضروري وسائل وركولو څخه وروستو به د کرپشن په ضد’’زیرو ټالرنس‘‘ پالېسي عملي كولې شي۔ په اسلام آباد كښې د اېف آئي اے د افسرانو خصوصي كنفرنس ته …
د وفاقي وزير محسن نقوي تر 31 دسمبر 2026ء د ایف آئي اے عصري او فعاله ادارې جوړولو هدف ٬ د زیرو کرپشن پالیسۍ اعلان

مزید خبریں
اسلام آباد۔13اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی فېډرل انوېسټی ګېشن ایجنسي (اېف آئی اے) تر 31 دسمبر 2026ء د يوې عصري او فعاله ادارې جوړولو هدف ټاكلو سره دا خبره په ډاګه كړې ده چې ادارې ته ټول ضروري وسائل وركولو څخه وروستو به د کرپشن په ضد’’زیرو ټالرنس‘‘ پالېسي عملي كولې شي۔ په اسلام آباد كښې د اېف آئي اے د افسرانو خصوصي كنفرنس ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وفاقي وزير محسن نقوي نوي اسسټنټ ډائرېکټرز، انسپکټرز او په اسلام آباد كښې تعینات افسرانو سره په پېشه ورو چارو خبرې وكړې۔ په دې موقع د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدری، داخله سېكرټري خرم آغا او ډی جی اېف آئی اے ډاکټر عثمان انور هم موجود وو۔ وفاقي وزير د افسرانو مسئلې واورېدلې او د هغوي ته يۍ د دې د سمدستي حل كولو باور سره ووئيل د نوي ډي جي په فعاله مشرتابه كښی به اېف آئي اے يو فعاله اداره جوړولې شي۔ ده ووئيل كمے لرې كول او نظام پياوړې كول زمونږ وړومبۍ ترجيح ده۔ داخله وزير محسن نقوی ووئيل پروموشن د هر يو ملازم حق دے ٬ په دې لړ كښې به سروس سټركچر بياوړے كولې شي۔ محسن نقوی د اېف آئي اے د ټولو شهيدانو كورنيو له د پلاټونو وركولو اعلان وكړو۔ ده ووئيل ملازمانو لپاره بهه يو بشپړ وېلفېئر پلان جوړولې شي په كوم كښې به چې تعلیم، صحت او نورې بنيادي آسانۍ شاملې وي۔ ده ووئيل عملې ته به ټولې ضروري آسانۍ وركولې شي۔ محسن نقوی د ادارې افرادي قوت كښې د زياتوالي په حاجت زور راوړلو سره ووئېل د كال 2008ء نفرۍ سره د موجوده دور په چېلنجونو قابو موندل ناممكن دے۔ دستورې ته د اېف آئي اے ډي جی ډاكټر عثمان انور هم خطاب وكړو او د ادارې د كاركردګۍ لا مضبوطولو عزم يې څرګند كړو










