اسلام آباد۔13 اپرېل(اے پی پی) د پاكستاني امنيتي ادارو مؤثره كارروائي كولو سره د هند سرپرستۍ لاندې په جاسوسۍ كښې ككړ درې كسان نيولې شوي۔ د ذريعو له مخې د پاكستان امنيتي ادارې د داخلي او خارجي خطرو مخنيوي له شپه او ورځ مشغولې پاتې كيږي۔ د پاكستان امنيتي ادارو د هند خفيه ايجنسۍ’’را‘‘ لپاره په جاسوسۍ كښې ككړ درې كسان ونيول د كومو تعلق چې د نارووال ، بهاولپور …
د پاكستان امنيتي ادارو مؤثره كارروائي ، د هند د سرپرستۍ لاندې په جاسوسۍ كښې ككړ 3 كسان ونيول شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔13 اپرېل(اے پی پی) د پاكستاني امنيتي ادارو مؤثره كارروائي كولو سره د هند سرپرستۍ لاندې په جاسوسۍ كښې ككړ درې كسان نيولې شوي۔ د ذريعو له مخې د پاكستان امنيتي ادارې د داخلي او خارجي خطرو مخنيوي له شپه او ورځ مشغولې پاتې كيږي۔ د پاكستان امنيتي ادارو د هند خفيه ايجنسۍ’’را‘‘ لپاره په جاسوسۍ كښې ككړ درې كسان ونيول د كومو تعلق چې د نارووال ، بهاولپور او نیلم آزاد کشمیر سره دے۔ د سرچينو له مخې نيولے شوو كسانو اعتراف وكړو چې هغوي په مخصوص سوشل ميډيا اېپس د مېرمنو او رقم لالچ په وركولو حساس معلومات ترلاسه كړي۔ تورونو ته رقم د ايزي پېسه ٬ كرپټو والټس او بنك اكاؤنټس د لارې منتقل كړے شوے۔ په تورنو د آفیشل سيکرټ اېكټ لاندې مقدمه درج كېدو سره د قانوني كارروايۍ څخه وروستو سزاګانې واورولې شوې۔ دې څخه وړاندې هم د هند د حاضر سروس افسرانو لخوا په پاكستان كښې د جاسوسۍ كولو او حساس معلومات ته د رسنې شواهد رامخې ته شوي دي۔ دغسې اولس دې د سوشل ميډيا په كارولو كښې د دښمن د استخباراتي ادارو چالونو څخه ځان خبر اوساتي۔










