د حكومت هدف سږ كال د پوليو كيسونه تر زيرو راوستل دي۔د بي آئي ايس پي چيئرپرسن پیغام

اسلام آباد 13اپرېل (اے پي پي)د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئېلي دي د پوليو خاتمه قامي ذمه واري ده٬هر وګړي له به خپل كردار ترسره كول وي٬پاكستان كښې د پنځو كلونو څخه كم عمره نزدې 4 كروړه 50 لكه ماشومانو ته د پوليو مخ نيوي ويكسين وركړے كيږي٬په ټول هېواد كښې په لاكهونو پوليو وركرز كور په كور ماشومانو ته څاڅكي وركوي۔د ګل په ورځ جاري شوي …

اسلام آباد 13اپرېل (اے پي پي)د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئېلي دي د پوليو خاتمه قامي ذمه واري ده٬هر وګړي له به خپل كردار ترسره كول وي٬پاكستان كښې د پنځو كلونو څخه كم عمره نزدې 4 كروړه 50 لكه ماشومانو ته د پوليو مخ نيوي ويكسين وركړے كيږي٬په ټول هېواد كښې په لاكهونو پوليو وركرز كور په كور ماشومانو ته څاڅكي وركوي۔د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې دې ووئيل د تېر كمپائن په مهال تر كروړونو ماشومانو رسنه ترلاسه شوې وه كومه چې يوه لويه كاميابي ده۔دې ووئيل موراو پلار دې خپل زوزاد ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكي ضرور وركړي كه يو ماشوم هم پاتې شو نور خطر به هغسې موجود وي٬ دې ووئېل د صحت مند پاكستان لپاره پوليو فري ټولنه ضروري ده۔سينيټر روبينه خالد ووئېل راځۍ چې په ګډه خپلو بچو ته محفوظ سباؤن او پوليو فري پاكستان لپاره كردار ادا كړو

مزید خبریں