آئي ايم اے سي د مصالحت او شخړو متبادل هواري (اے ډي آر) لپاره قامي نظام جوړوي۔ د قانون وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د شخړو متبادل هواري (اے ډي آر) نظام پاکستان كښې د انصاف د ځنډ ښكار مقدمو د بحران د ټولو نه موثره حل دے۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د اے ډي آر په اړه د تربيې په دوېم ورځ ګدون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده د …

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د شخړو متبادل هواري (اے ډي آر) نظام پاکستان كښې د انصاف د ځنډ ښكار مقدمو د بحران د ټولو نه موثره حل دے۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د اے ډي آر په اړه د تربيې په دوېم ورځ ګدون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده د حکومت د شخړو هواري په اړه د انصاف د متبادل نظام (اے ډي آر) ودې لپاره د عزم پخلي كولو سره د علامه محمد اقبالؒ دا شعر واورولو:
جهانِ تازه کي افکارِ تازه سے هے نمود
که سنګ و خشت سے هوتے نهيں جهاں پيدا
يعني نوې دنيا د تازه خيالاتو او نظريات نه راوځي او نوې دنيا يوازې د ښختو او كاڼو نه نه جوړېږي۔ ده سپيناوي وكړو چې اے ډي آر د دغه جدت عکاسي كوي، كومه چې په وخت، مؤثر او خوشګوار طريقه کار وركوي دغسې چې شخړې هوارې كړې شي، په عدالتونو بار كم شي او د اولس په عدالتي نظام باور لا قوي شي۔ ده په دې خَبره هم رڼا واچوله چې په تربيه كښې متنوع ګډون كوٶنكي شامل دي، چې پكښې پارلماني غړي، د هائي کورټ ججز، وفاقي سيکريټريز، د بېلا بېل وزارتونو او ډويژنونو سول او پوځي افسران، قانوني پوهان او كاروباري لارښود شامل دي۔ ده زياته كړه چې دا پراختيا د ټولو ډلو لخوا د مصالحت او شخړو د متبادل هواري د اے ډي آر نور طريقه کار خپلولو د واضح خواهش څرګندونه ده۔ ده د پروګرام د قيادت او عزم ستائنې كولو سره پراجيکټ ډائريکټر ايميك عائشه رسول، رجسټرار ايميك احسان الله خان او د ايميك ډلې ته د تربيې وركولو په انتظام پېرزوئنې وراندې كړې۔ ده د نړيوالو پوهانو رحيم شمجي، ساره تارړ او ډاکټر خالد چوهدري هم مننه وكړه چا چې دوي ته د نړيوال معيار تربيه وركړه ۔ ده زور راوړو چې ايميك په ګرد هېواد كښې تابيا كړے شوے او د تربيې نورو پروګرامونو د لارې مصالحت لپاره يو جامع نظام جوړوي۔ ده د پارليمنټرينز، ججز او عدالتي نظام ټولو ډلو ته غږ وكړو چې ھغوي د مصالحت او د شخړو د متبادل حل په اړه نورو طريقو ته په وده وركولو كښې بشپړ كردار ولوبوي دغسې چې د مقدمو په لويه كچه بار په موثره ډول كم كړے شي۔

مزید خبریں