اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د ریلوے په ټول هېواد كښې 8 ډویژنو كښې سولرائزیشن او نیوټریشن اقدامات كښې 87 کروړه 46 لکهه 60 زره روپۍ بچت ریکارډ کړے شوے۔دا شميره د ريلوے وزیر محمد حنیف عباسي په مشرۍ كښې مهمه غونډه كښې وړاندې كړې شوه ۔ غونډي ته بریفنګ كښې ووئيل شول د تيرو 8 مياشتو په مهال میټرائزېشن او سولرائزېشن په شان جدید اقدامات له امله …
د ریلوے د ټول هېواد په 8 ډويژنو كښې سولرائزیشن او نیوټرېشن اقدامات سره 87 کروړه 46 لکهه 60 زره روپۍ بچت وشو

مزید خبریں
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د ریلوے په ټول هېواد كښې 8 ډویژنو كښې سولرائزیشن او نیوټریشن اقدامات كښې 87 کروړه 46 لکهه 60 زره روپۍ بچت ریکارډ کړے شوے۔دا شميره د ريلوے وزیر محمد حنیف عباسي په مشرۍ كښې مهمه غونډه كښې وړاندې كړې شوه ۔ غونډي ته بریفنګ كښې ووئيل شول د تيرو 8 مياشتو په مهال میټرائزېشن او سولرائزېشن په شان جدید اقدامات له امله ریلوے ته د بجلۍ په لړ كښې په اربونو روپو بچت ممکن شو دغسې د بجلۍ غلا مخنيوي لپاره هم ادارې لويه کامیابۍ ترلاسه كړې ۔ تفصیلات له مخې د لاهور ریلوے ډویژن كښې 416.6 ملیونه روپۍ، لاهور ورکشاپ مغلپوره كښې 243 ملیونه روپۍ، راولپنډی ډویژن كښې 75 ملیونه روپۍ او کوئټه ډویژن كښې 38 ملیونه روبۍ بچت شوي ۔دغسې کراچۍ ډویژن كښې 26 ملیونه روپۍ ، سکھر كښې 60 ملیونه روپۍ، ملتان كښې 9.6 ملیونه روپۍ دغسې پېښور ډویژن كښې 6.46 ملیونه روپۍ بچت ریکارډ کړے شو۔د ريلوے وزیر غونډي ته وينا كښې ووئيل د بجلۍ په غلا قابو موندلو له زیرو ټالرنس پالیسی خپله كړې شوې او څوك چې هم غلا كوي هغه به زندان ته لېږلے شي۔ده ووئيل جدید اقدامات سره د ريلوے خرڅونو كښې كمے او شفافیت زيات شوے دغسې اداره كښې د اصلاحات عمل روان دے۔







