اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د وزیراعظم محمد شهباز شریف الوتكه د سعودي عرب فضائي حدود ته په داخليدو د سعودي فضائیه جنګي الوتكو هركلے وكړو۔د شورو په ورځ د سعودي عرب دورې لپاره د وزیراعظم الوتكه چې څنګه د سعودي فضائي حدود ته داخل شوه نو د سعودی فضائیه اېف 15 جنګي الوتكو د وزیراعظم الوتكه په خپل حصار كښې واغستله۔ وزیراعظم د سعودي عرب فضائي حدود …
د وزیراعظم محمد شهباز شریف د سعودي فضائي حدود ته په داخليدو تود هركلے،د سعودی فضائیه جنګي الوتكو د وزیراعظم الوتكه پخپل حصار كښې واغستله

مزید خبریں
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د وزیراعظم محمد شهباز شریف الوتكه د سعودي عرب فضائي حدود ته په داخليدو د سعودي فضائیه جنګي الوتكو هركلے وكړو۔د شورو په ورځ د سعودي عرب دورې لپاره د وزیراعظم الوتكه چې څنګه د سعودي فضائي حدود ته داخل شوه نو د سعودی فضائیه اېف 15 جنګي الوتكو د وزیراعظم الوتكه په خپل حصار كښې واغستله۔ وزیراعظم د سعودي عرب فضائي حدود كښې په تود هركلي د سعودي عرب فرمانروا خادم الحرمین الشریفین شاه سلمان بن عبدالعزیز او ولي عهد و وزیراعظم شهزاده محمد بن سلمان مننه وكړه۔د سعودي عرب سرکاري دورې په مهال نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د دفاع وزیرِ خواجه محمد آصف، د خزاني وزیرِ محمد اورنګزیب، د اطلاعات او خپرونو وزیرِ عطاء الله تارړ ، د ماحولیات وزير مصدق ملك او خاص مرستيال طارق فاطمی هم وزیرِاعظم سره وو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف به د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات کوي چې پكښې پاکستان او سعودی عرب ترمينځه د اړيكو تفصیلی جاج به اخستلے شي۔ دواړه لارښود به د سيمه ايز او نړيوال پیش رفت پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د دورې په نتيجه كښې به بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته وده ترلاسه شي چې ورسره د ورورولۍ پخوانو اړيكو قوي كولو د شريك عزم عکاسی كيږي۔ پاکستان او سعودی عرب خپلو كښې تاریخی اړيكي لري كومې چې په شريك مذهبی اقدارو او شريك باور اډانه دي۔







