وفاقي وزير محسن نقوي تربت كښې د فرنټيئر کور ساٶتھ په هيډ کوارټر كښې د شهيد کيپټن وقار احمد او د څلورو ځوانانو په جنازه كښې ګډون

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په تربت كښې د فرنټيئر کور ساٶتھ مېجر جنرل بلال سرفراز خان سره د شهيد کيپټن وقار احمد او د څلورو ځوانانو د جنازې په مونځ كښې ګډون كړے۔ د داخله وزارت وياند له مخې وفاقي وزير د شهيد کيپټن وقار، نائيك عصمت الله، لانس نائيك جنيد احمد او خان محمد او سپاهي محمد ظهور ته …

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په تربت كښې د فرنټيئر کور ساٶتھ مېجر جنرل بلال سرفراز خان سره د شهيد کيپټن وقار احمد او د څلورو ځوانانو د جنازې په مونځ كښې ګډون كړے۔ د داخله وزارت وياند له مخې وفاقي وزير د شهيد کيپټن وقار، نائيك عصمت الله، لانس نائيك جنيد احمد او خان محمد او سپاهي محمد ظهور ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ محسن نقوي ووئيل کيپټن وقار احمد او نورو ځوانانو د فرض په لاره كښې خپل ځانونه قربانولو سره اعلي مثال قائم كړو ٬ قام د شهيدانو د لازواله قربانيو قرض نشي ادا كولې۔ محسن نقوي ووئيل شهيدانو او د دوي عظيمو كورنيو ته سلام كوٶ۔ د جنازې په مونځ كښې اعلي عسکري او سول چارواكو ګډون وكړو ۔

مزید خبریں