پينډۍ 17 ستمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په خضدار ضلع كښې د هند پراکسي فِتنه الهندوستان 5 ترهه ګر وژلې دي۔د شورو په ورځ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئی اېس پی آر) د اړخه جاري شوې بيان له مخېد 15 ستمبر په نيمه شپه امنيتي ځواكونو د بلوچستان خضدار ضلع كښې د هند پراکسی فِتنه الهندوستان ترهه ګرو د شته والي په اطلاع انټیلی …
امنيتي ځواكونو بلوچستان كښې د هند پراکسی فِتنه الهندوستان 5 ترهه ګر ووژل

مزید خبریں
پينډۍ 17 ستمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په خضدار ضلع كښې د هند پراکسي فِتنه الهندوستان 5 ترهه ګر وژلې دي۔د شورو په ورځ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئی اېس پی آر) د اړخه جاري شوې بيان له مخېد 15 ستمبر په نيمه شپه امنيتي ځواكونو د بلوچستان خضدار ضلع كښې د هند پراکسی فِتنه الهندوستان ترهه ګرو د شته والي په اطلاع انټیلی جنس بیسډ عمليات وكړل۔ د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو ژالي په نښه كړې او په يو بل ډزو نه پس يې د هند 5 مرستياله ی ترهه ګر ووژل ۔وژلے شوو تره هګرو څخه په زيات مقدار وسله ، ګوله بارود او توكي هم برآمد شوي ۔دغه ترهه ګر سيمه كښې د ترهه ګرۍ په ګڼو كاروائيو كښې ككړ وو۔د كومو هم ترهه ګرو موجودګۍ څخه سيمه په بشپړه توګه پاكولو لپاره عمليات روان دي۔پاکستان سکیورټی فورسز په هېواد كښې د هند په سرپرستۍ كښې د ترهه ګرۍ ختمولو او ترهه ګرۍ كښې د ككړو كسانو انصاف سره مخ كولو له لوظي دي۔







