اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف به نن د شورو په ورځ د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په بلنه د سعودي عربستان سركاري دوره كوي٬ د دورې په مهال به وزيراعظم سره د كابينې مهم غړي هم وي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د دورې په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره …
وزيراعظم شهباز شريف به د ولي عهد محمد بن سلمان په بلنه نن د سعودي عرب سركاري دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف به نن د شورو په ورځ د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په بلنه د سعودي عربستان سركاري دوره كوي٬ د دورې په مهال به وزيراعظم سره د كابينې مهم غړي هم وي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د دورې په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره دوه اړخيزه ملاقات كوي چې پكښې به د پاکستان او سعودي عرب د اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخستلے شي٬ هيله ده چې دواړه مشران به د شريكې خوښې په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه كوي٬ دا هم توقع ده چې د دورې په نتيجه كښې به په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته په رسمي توګه شكل وركړے شي كومه چې د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكو لا زياتولو لپاره د مشترکه عزم عکاسي كوي۔ د خارجه دفتر بيان له مخې د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه تاريخي اړيكې موجود دي كومې چې په مشتركه مذهبي اقدارو او په شريك باور اډانه دي٬ د وزيراعظم دوره به د دواړو هېوادونو ھغه ځانګړې شراكتداري مضبوطولو لپاره به يوه مهمه موقع رامخې ته كړي او د دواړو هېوادونو د اولس ګټې لپاره به د مرستې نوې لارې ولټوي







