صدر مملکت آصف علي زرداري په شنګھائي كښې د چين کمپنو سره د مفاهمت په ياددښتونو د لاسليك دستوره كښې ګډون

شنګھائي 16 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د كر كېلې، ماحوليات او ماس ټرانزټ په څانګو كښې د چين کمپنو سره په شنګھائي كښې د مفاهمت په درېو ياددښتونو د لاسليك په دستوره كښې ګډون كړے ٬ وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو، بلاول بھټو زرداري او سينيټر سليم مانډوي والا هم صدر سره ملګري وو۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري …

شنګھائي 16 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د كر كېلې، ماحوليات او ماس ټرانزټ په څانګو كښې د چين کمپنو سره په شنګھائي كښې د مفاهمت په درېو ياددښتونو د لاسليك په دستوره كښې ګډون كړے ٬ وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو، بلاول بھټو زرداري او سينيټر سليم مانډوي والا هم صدر سره ملګري وو۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د تفاهم وړومبے ياددښت کنټرولډ ايګريکلچر سائنس اينډ ايجوکيشن پارك جوړولو په اړه ٶ چې مقصد ئې د زرعي پيداوار كاركردګي ښه كول او غذائي تحفظ باوري كول دي٬ په دې ياددښت د شنګھائي هواوے ايګري ټيك ګروپ او د مسکائے اينډ فمټي ټريډنګ کمپنۍ لاسليك كړے او د پاکستان لخوا شاهد تواوالا نمائندګي وكړه ٬ د تفاهم دوېم ياددښت درې اړخيزه لوظنامه وه چې له مخې به ئې پاکستان كښې يو ووکيشنل اداره شينونګ کالج جوړولې شي كومه چې به كروندګرو ته جديد ټيکنالوجي او تربيه وركوي٬ په دې لوظنامه د لانګ پنګ هائي ټيک انفارميشن ټيکنالوجي (بيجنګ) کمپني لميټډ چيئرمين چن ژي شن، د بيجنګ جيالونګ ټيکنالوجي کمپني لميټډ وائس چيئرمېن جيالونګ او د پاکستان لخوا د اے اېس اېم سروسز استازي شاهد تواوالا لاسليك وكړو ۔ دغسې د تفاهم درېم ياددښت د ټائر ري سائيکلنګ منصوبې په اړه ٶ چې مقصد ئې ماحول دوسته ويسټ مينجمنټ طريقو ته وده وركول دي٬ په دې د ميري ټائم سلك روډ هولډنګز (چنګ ډاٶ) کمپني لميټډ نمائنده چنګ لانګ او د پاکستان لخوا د اے اېس اېم سروسز استازي شاهد توا والا لاسليك وكړو ۔ په دې موقع صدرمملکت آصف علي زرداري ووئيل دا مفاهمتي ياددښتونه د پاکستان او چين ترمېنځه د زرعي، تکنيکي او ماحولياتي څانګو كښې د مرستې لا مستحكم كولو په اړه عملي پېشرفت دے۔ په دستوره كښې چين كښې د پاکستان سفير خليل هاشمي او د چين په پاکستان كښې سفير جيانګ زائي ډونګ هم موجود ٶ ٬ د دې نه علاوه د سندھ وزيران شرجيل انعام مېمن او سيد ناصر حسېن شاه هم په دې موقع موجود وو۔

مزید خبریں