اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره آسټراليا لپاره د پاکستان نومولي شوي هائي کمشنر عرفان شوکت خپلې ذمه وارۍ پغاړه اخستو لپاره کينبرا ته د روانېدو نه وراندې ملاقات وكړو ۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې سينيټر اسحاق ډار د عرفان شوکت د چيف آف سټاف په توګه د يو نيم كال مودې په مهال …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره د آسټراليا لپاره د پاكستان نومولي شوي هائي کمشنر عرفان شوکت وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره آسټراليا لپاره د پاکستان نومولي شوي هائي کمشنر عرفان شوکت خپلې ذمه وارۍ پغاړه اخستو لپاره کينبرا ته د روانېدو نه وراندې ملاقات وكړو ۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې سينيټر اسحاق ډار د عرفان شوکت د چيف آف سټاف په توګه د يو نيم كال مودې په مهال په مهمو سفارتي ذمه وارو او سختو موقعو كښې د دوي د زړه د اخلاصه او د وظيفائي خدمات ستائنه وكړه۔ ده نامزد هائي کمشنر ته په آسټراليا كښې ذمه وارو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او ده ته ئې تجارت، معيشت او د تعليمي مرستې لا قوي كولو سره سره فعاله پاكستاني كميونټۍ سره د بشپړه روابطو جوړولو امر وكړو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د دې باور څرګندونه وكړه چې نومولے هائي کمشنر به په خپل نوي منصب د هېواد ښه خدمت وكړي۔







