اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي فتنة الانتشار د منظم سازش له مخې د پاکستان دننه او بهر پراپيګنډا كوي كومه چې مونږ په ډاګه كړې، هند په پي ټي آئي د اربونو روپو سرمايه كاري كړې ده، د باني پي ټي آئي يو وزير ٬ يو پارلماني غړي كه د يو شهيد جنازه كړې وي يا باني پي ټي آئي …
فتنة الانتشار د يو منظم سازش له مخې د پاکستان دننه او بهر پراپيګنډا كوي، د پاکستان رياست مضبوط او زمونږ د وسله والو ځواكونو حوصلې جګے دي۔ د وفاقي وزير حنيف عباسي پرېس کنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي فتنة الانتشار د منظم سازش له مخې د پاکستان دننه او بهر پراپيګنډا كوي كومه چې مونږ په ډاګه كړې، هند په پي ټي آئي د اربونو روپو سرمايه كاري كړې ده، د باني پي ټي آئي يو وزير ٬ يو پارلماني غړي كه د يو شهيد جنازه كړې وي يا باني پي ټي آئي د فلسطين په حق كښې يو ټويټ كړے وي نو عكس دې شيئر كړي ٬ د پي ټي آئي مشر اقتدار لپاره د هند او اسرائيل په غېږه كښې ناست دے او هېواد سره غداري كوي، د 9 مئي لپاره د يو كال نه منصوبه بندي شوې وه ، مقصد ئې دا ٶ چې د اړې ګړي د لارې دې په ادارو كښې دننه او بهر د بغاوت ماحول پېدا كړے شي٬ په خېبرپښتونخوا كښې 40 زره ترهګر مېشته كوونكې د پي ټي آئي باني دے٬ د پاکستان رياست مضبوط او زمونږ د وسله والو ځواكونو حوصلې جګې دي۔ د نهې په ورځ پي ټي وي كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې حنيف عباسي ووئيل پاكستان د څو لسيزو راهسې د ترهګرو په ضد د فرنټ لائن رياست په توګه كار كوي، تر اوسه د 90 زره نه زياتې قربانۍ ورګړې شوي او د اربونو ډالرو نه زيات زيان رارسېدلے دے۔ زمونږ وسله وال ځواكونه٬ پوليس، رينجرز، اېف سي او د نورو امنيتي ادارو قربانۍ يو لازواله داستان لري، په دې قربانيو كښې د پاکستان سالميت مقدم دے۔ ده ووئيل د هېواد دننه يو داسې ګوند جوړ شوے چا چې د خپلو ادارو په ضد د منظم سازش له مخې بريدونه شروع كړې دي٬ بهر ناست دښمن هند په دې ګوند اربونه روپۍ لګولې دي، دې ګوند د سوشل ميډيا د لارې په ادارو بريدونه پېل كړي خو ولې دوي ناكام شول۔ ده ووئيل زمونږ پوځيان پښتانه، بلوچي، سندھي، پنجابي او سرائيکيان هم دي ٬ د هرې سيمې خلق د پاك پوځ برخه دي ٬ په امنيتي ځواكونو كښې د ټولو سيمو بشپړه نمائندګي شته ۔ ده ووئيل فتنة الانتشار د منظم سازش له مخې د پاکستان دننه او بهر پراپيګنډا كوي كومه چې مونږ په ډاګه كړې ده ، هند په پي ټي آئي د اربونو روپو سرمايه كاري كړې ده، د باني پي ټي آئي يو وزير ٬ يو پارلماني غړي كه د يو شهيد جنازه كړې وي يا باني پي ټي آئي د فلسطين په حق كښې يو ټويټ كړے وي نو عكس دې شيئر كړي







