شنګھائي 16 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په شنګھائي كښې د چېري هولډنګ چيئرمېن ين تونګيو سره ليدلي دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې په دې موقع وړومبۍ مېرمن بي بي آصفه بھټو زرداري، د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري او سينيټر سليم مانډوي والا هم موجود وو۔ په دې موقع صدر آصف علي …
صدر مملکت آصف علي زرداري په شنګھائي كښې د چېري هولډنګ چيئرمېن ين تونګيو سره وليدل

مزید خبریں
شنګھائي 16 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په شنګھائي كښې د چېري هولډنګ چيئرمېن ين تونګيو سره ليدلي دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې په دې موقع وړومبۍ مېرمن بي بي آصفه بھټو زرداري، د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري او سينيټر سليم مانډوي والا هم موجود وو۔ په دې موقع صدر آصف علي زرداري ته د چيري آټوز په نړيوالو كاميابو او ټيکنالوجۍ بريفنګ وركړے شو۔ صدر مملکت په تفصيلي بريفنګ وركولو د ين تونګيو مننه وكړه او د چيري آټو په پاکستان كښې د زياتې شوې خوښۍ يې هركلے وكړو۔ ده د كمپنۍ د اليکټرک بسونو د معارفي كولو او لوکلائزيشن مخ په وړاندې بوتللو منصوبو ستائنې كولو سره ووئيل دې اقدامات سره به په هېواد كښې ځوانانو لپاره د روزګار موقعې پېدا كولو له مرسته تر لاسه شي۔ صدر مملکت د چيري هولډنګ چيئرمېن له باور وركړو چې د پاكستان حکومت به د اليکټرك بسونو او پرزو ځائي پېداوار لپاره د پاليسي معاونت وركوي٬ صدر مملکت چيري ته په اليکټرك بسونو، مني ټرکس او ګرين انرجي كښې په مشتركه منصوبو كښې د ګډون بلنه وركړه٬ دوي د مينوفيکچرنګ، معدنيات او د توان ذخيره كولو كښې د پاكستان كمپنو سره د مرستې په موقعو هم رڼا واچوله٬ ين تونګيو د صدر مملکت او د هغه د پلاوي د چيري آټو نړيوال آپريشنز، تکنيکي جدت لپاره د تړون او په نړيوال ماركيټ كښې د كاميابو په اړه خبر كړو۔ د ملاقات په مهال د سندھ وزيران شرجيل انعام ميمن او سيد ناصر حسېن شاه سره سره په چين كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي هم موجود وٶ







