شنګھائي 16 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري سره د چين د تعميراتي کمپنۍ "چائنا اسټيټ کنسټرکشن انجينئرنګ کارپوريشن" (سي ايس سي سي) پلاوي ليدلي دي ٬ په پلاوي كښې د سي اېس سي سي جنرل منيجر ګے ليانګ، اسسټنټ جنرل منيجر هانګ شياٶ او سيکرټري وومينګ ينګ شامل وو۔ بلاول بھټو زرداري سره د بيلټ اينډ روډ انفارميشن انډسټري يونين سلاحكار سونګ لنګ …
بلاول بھټو زرداري سره د چائنا اسټيټ کنسټرکشن انجينئرنګ کارپوريشن پلاوي وليدل

مزید خبریں
شنګھائي 16 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري سره د چين د تعميراتي کمپنۍ “چائنا اسټيټ کنسټرکشن انجينئرنګ کارپوريشن” (سي ايس سي سي) پلاوي ليدلي دي ٬ په پلاوي كښې د سي اېس سي سي جنرل منيجر ګے ليانګ، اسسټنټ جنرل منيجر هانګ شياٶ او سيکرټري وومينګ ينګ شامل وو۔ بلاول بھټو زرداري سره د بيلټ اينډ روډ انفارميشن انډسټري يونين سلاحكار سونګ لنګ بن، چيف کنسلټنټ بے چي او کنسلټنټ بے لن هم وليدل۔ چيئرمين بلاول بھټو زرداري ته د بيلټ اينډ روډ انيشيټو له مخې د سي پېك پشمول په مهمو منصوبو او د ډيجيټل او ګرين انفراسټرکچر په څانګو كښې د سرمايه كارۍ په حواله بريفنګ وركړے شو٬ د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمين د نړۍ مهمو تعميراتي منصوبو كښې په كليدي كردار د چائنا اسټيټ کنسټرکشن انجينئرنګ کارپوريشن د قابليت ستائنه وكړه٬ په دې موقع د سندھ حکومت سينئر وزير شرجيل ميمن او ناصر شاه هم بلاول بھټو زرداري سره وو







