اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) سپيشل جج سنټرل همايون دلاور د اے پي پي ميګا کرپشن کيس كښې مهمه پرېكړه كولو سره د 13 ملزمانو د ضمانت قبل از ګرفتاري درخواست خارج كړے دے ، اېف آئي اے عدالت څخه 7 تورن نيولې دي ٬ د نهې په ورځ سپيشل جج سنټرل همايون دلاور په مقدمه كښې د نامزد تورنو فرقان راؤ، معظم جاويد کھوکھر، ارشد مجيد چوهدري، …
د اے پي پي ميګا کرپشن کيس كښې د 13 ملزمانو ضمانت قبل از ګرفتاري درخواست خارج شو ٬ اېف آئي اے 7 تورن عدالت څخه ونيول

مزید خبریں
اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) سپيشل جج سنټرل همايون دلاور د اے پي پي ميګا کرپشن کيس كښې مهمه پرېكړه كولو سره د 13 ملزمانو د ضمانت قبل از ګرفتاري درخواست خارج كړے دے ، اېف آئي اے عدالت څخه 7 تورن نيولې دي ٬ د نهې په ورځ سپيشل جج سنټرل همايون دلاور په مقدمه كښې د نامزد تورنو فرقان راؤ، معظم جاويد کھوکھر، ارشد مجيد چوهدري، محمد غواث، اظهر فاروق، اعجاز مقبول، ثاقب کليم، خرم شهزاد، ادريس احمد، شاهد لطيف، غلام مرتضيٰ، طاهر ګھمن، ساجد علي، عمران منير او د عدنان اکرم باجوه لخوا د ګرفتارۍ نه وړاندې د ضمانت درخواست سماعت وكړو ٬ د سماعت په مهال تورنو حاضري ولګوله٬ اېف آئي اے عدالت ته ووئيل د تحقيقات نه وروستو مقدمه درج كړې شوې او د ټولو تورنو په ضد پاخه دستاويزي شواهد موجود دي٬ د اېف آئي اے له مخې د يو شمېر تورنو اكاٶنټس ته په غېر قانوني توګه روپۍ منتقل شوي دي٬ د كومو برامد كول چې ضروري دي٬ تورنو د پراويډنټ فنډ او سيلري اکاؤنټس څخه روپۍ ويستلي٬ د اېف آئي اے اسسټنټ ډائريکټر(ليګل) خوشنود بھټي عدالت ته ووئيل تورنو به تنخواګانې هم اخستې او پنشن به ئې هم وصولولو ٬ د دوي طريقه دا وه چې د پنشن په شيټ كښې به يې خپل نوم هم شاملولو او كله چې به پنشن جاري شو نو اضافي روپۍ به يې خپل اکائونټس ته منتقل كړې۔ ده ووئيل ارشد مجيد چوهدري د كال 2021 نه تر 2024 ډي ډي او ٶ ٬ په دغه دور كښې ده خپل اكاٶنټ ته 6 كروړه 61 لكه روپۍ منتقل كړي او د 18کروړه او 24 کروړه چيکس د دوي په لاسليك بېنك څخه كېش كړې شوي ٬ اېف آئي اے عدالت ته ووئيل د تورن اظهر فاروق څوك چې د ادارې كېشيئر ٶ د ھغه ذاتي اکاٶنټ كښې 8 کروړه روپۍ منتقل شوي ٬ دغسې اېف آئي اے عدالت خبر كړو چې عدنان اکرم باجوه څوك چې په اے پي پي كښې پخوانې اي ډي ٶ٬ د مالي معاملات په ووچرز د دوي تصديق شوے لاسليك موجود دے ٬ دوي د اي ډي په توګه يو شمېر اووز او چېكس په غېر قانوني توګه لاسليك كړي۔ عدالت ته ووئيل شول د غوا ث خان هم د اي ډي په توګه د 7 کروړو روپو چيك كوم چې د تنخواه په مد كښې جوړ كړے شوے ٶ٬ په ھغې لاسليك شوے او د ادارې د ملازمانو ھغه وخت تنخواه يوازې 3 کروړه روپۍ وه٬ څلور كروړه اضافې روپۍ په غېر قانوني توګه منتقل كړې شوي۔ د بشپړ بحث نه په مهال ووئيل شول د كېس په اړه د ټولو روپو ريکوري لپاره د تورنو ګرفتاري ضروري ده ٬ دې لپاره د ضمانت ټول درخواستونه دې خارج كړے شي۔ عدالت د دواړو ډلو د دلائلو په بشپړېدو د تورنو فرقان راؤ، معظم جاويد کھوکھر، ارشد مجيد چوهدري، محمد غواث، اظهر فاروق، خرم شهزاد، ادريس احمد، شاهد لطيف، غلام مرتضيٰ، طاهر ګھمن، ساجد علي وړائچ ، عمران منير او پخواني اي ډي عدنان اکرم باجوه ضمانتونه خارج كولو سره د دوي د ګرفتارۍ امر وكړو٬ اېف آئي اے 7 تورن عمران منير ، اظهر فاروق، طاهر ګھمن، خرم شهزاد،ادريس چوهدري، ساجد علي وړائچ او غواث خان په عدالت كښې ګرفتارولو سره اېف آئي اے ته منتقل كړل او تورن فرقان راو، معظم جاويد کھوکھر، ارشد مجيد چوهدري، شاهد لطيف اوعدنان اکرم باجوه د عدالتي حکم اورېدو نه وړاندې عدالت څخه په تېښته كښې كامياب شول ٬ دغسې عدالت د دوو تورنو اعجاز مقبول او ثاقب کليم د ضمانت درخواست منظور كړو ۔ د يادونې وړ ده د قامې خبر رسنې ادارې “اے پي پي” انتظاميه د يو ارب 24 كروړه روپو د غبن په تور وفاقي تحقيقاتي ادارې(اېف آئي اے) ته د مقدمې درج كولو درخواست كړے ٶ او په دې اېف آئي اے مقدمه درج كولو سره كاروائي پېل كړې وه







