د پاكستان حكومت د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې اصلاحات، معاشي ترقۍ او غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره هڅې كوي۔ د مشرق بېنك چيئرمېن عبدالعزيز الغرير د بېنك پرانستې دستورې ته وېنا

اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) د مشرق ډيجيټل بينك چيئرمين عبدالعزيز الغرير وئيلي دي مشرق بينك پاكستان كښې خپل مالياتي سفر پېل كوي٬ د پاكستان حكومت د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې اصلاحات ،معاشي ترقۍ او غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره هڅې كوي، مونږ په دې عمل كښې په برخه جوړېدو وياړ لرو٬ د ډيجيټل ريګوليټري فريم ورك له مخې د سټيټ بينك اقدامات …

اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) د مشرق ډيجيټل بينك چيئرمين عبدالعزيز الغرير وئيلي دي مشرق بينك پاكستان كښې خپل مالياتي سفر پېل كوي٬ د پاكستان حكومت د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې اصلاحات ،معاشي ترقۍ او غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره هڅې كوي، مونږ په دې عمل كښې په برخه جوړېدو وياړ لرو٬ د ډيجيټل ريګوليټري فريم ورك له مخې د سټيټ بينك اقدامات د ستائنې وړ دي۔ عبدالعزيز الغرير د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ پاكستان كښې د مشرق ډيجيټل ريټيل بينك پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف وفاقي وزيران سېنېټر اورنګزيب، احسن اقبال، علي پروېز ملك، حنيف عباسي، جنېد انوار چوهدري، د سټيټ بينك ګورنر جميل احمد او د خزانې سيكرټري امداد الله بوسال هم موجود وو۔ ده ووئيل مونږ د وړومبي بشپړ ډيجيټل بينك جوړولو لپاره د پاكستان ټاكنه كړې ده، پاكستان د جغرافيائي محل وقوع او كاروباري او مالياتي هلو ځلو لپاره د ښه ماحول په سبب د ډيجيټل اكنامك پاورهاٶس جوړېدو صلاحيت لري، مونږ به په پاكستان كښې تر ښو مالياتي خدمات رسنه باوري كوٶ، مونږ يوازې په پاكستان كښې ډيجيټل بينك نه جوړوٶ بلكې د پاكستان د پرمختګ په سفر كښې شريكېږو۔ په دې موقاع د مشرق بينك چيف ايګزيكټو آفيسر محمد همايوں سجاد هم وېنا وكړه۔

مزید خبریں