مشرق ډيجيټل بينك جوړېدل به پاكستان كښې كيش ليس كاروبار او د مالياتي څانګې په پرمختګ كښې سنګ ميل ثابت شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د مشرق ډيجيټل ريټيل بينك پرانستې دستورې ته وېنا

اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ډيجيټلائزيشن د وخت ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي مشرق ډيجيټل بينك جوړېدل به په پاكستان كښې كيش ليس كاروبار او د مالياتي څانګې په پرمختګ كښې سنګ ميل ثابت شي، ځوانان د هېواد د آبادۍ لويه برخه ده ٬ دا ځوانان مونږ لپاره لويې چېلنج او عظيمه موقع ده٬ معيشت پيپر ليس كول او په دې كښې به انساني عمل …

اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ډيجيټلائزيشن د وخت ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي مشرق ډيجيټل بينك جوړېدل به په پاكستان كښې كيش ليس كاروبار او د مالياتي څانګې په پرمختګ كښې سنګ ميل ثابت شي، ځوانان د هېواد د آبادۍ لويه برخه ده ٬ دا ځوانان مونږ لپاره لويې چېلنج او عظيمه موقع ده٬ معيشت پيپر ليس كول او په دې كښې به انساني عمل دخل كمول وي۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ پاكستان كښې د مشرق ډيجيټل ريټيل بينك پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزيران سېنېټر اورنګزيب، احسن اقبال، علي پروېز ملك، حنيف عباسي، جنېد انوار چوهدري، د سټيټ بينك ګورنر جميل احمد او د خزانې سيكرټري امداد الله بوسال هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د دوېم ډيجيټل بينك مشرق ډيجيټل بينك جوړېدل خوشبينه دے، د مشرق بينك د مالكانو تعلق متحده عرب امارات سره دے او ھغوي تل د پاكستان په معاشي او سماجي پرمختګ كښې خوښي لري٬ پاكستان او متحده عرب امارات اړيكې قوي كولو لپاره الغرير كورنۍ مهم كردار لري۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف او د مشرق بينك چيئرمېن عبدالعزيزالغرير په پاكستان كښې د مشرق ډيجيټل ريټيل بينك رسمي پرانسته وكړه۔

مزید خبریں