د روغتيا نظام په عصري بنيادونو ادرولو له اقدامات كوو٬ په روغتونونو كښې رنځورانو له هر ممكن آسانۍ وركولو ته پاملرنه كوو: د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال

اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) د قامي روغتيا وفاقي وزير سید مصطفی کمال وئيلي دي مونږ له به اولس د رنځونو څخه ساتل وي٬ د ماشو د لاسه اولس په ډينګي وائرس اخته كيږي٬ په ښاريزو او كليوالو سيمو كښې د ډينګي كېسونه مخ په زياتېدو دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډينګي نيو قومي كمپائن 2025 پېل دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د اسلام آباد درېو …

اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) د قامي روغتيا وفاقي وزير سید مصطفی کمال وئيلي دي مونږ له به اولس د رنځونو څخه ساتل وي٬ د ماشو د لاسه اولس په ډينګي وائرس اخته كيږي٬ په ښاريزو او كليوالو سيمو كښې د ډينګي كېسونه مخ په زياتېدو دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډينګي نيو قومي كمپائن 2025 پېل دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د اسلام آباد درېو واړو اېم اېن اېز ته خواست دے چې هغوي د دې كمپائن برخه شي۔ ده ووئيل د انسانيت خذمت بايد زمونږ مقصد وګرځي٬ د پاك پروردګار مخلوق رنځونو څخه بچ كولو كښې ثواب دے۔ مصطفی کمال ووئيل په روغتونونو كښې رنځورانو له هر ډول آسانۍ وركولو ته تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوو۔ ده ووئيل مونږ بايد په روغتونونو كښې د رنځورانو انتظار نه كوو٬ زمونږ وزارت له نورو وزارتونو مختلف دے ٬ زمونږ مسؤليت زيات دے ٬ مونږ له به سوچ ٬ فكر او بشپړه پاملرنې كولو سره كار كول وي۔ ده ووئيل زمونږ مذهب اسلام مونږ ته هر يو مخلوق سره د مينې درس راكوي٬ د مخلوق په مرسته خالق خوشحاليږي۔ ده هېلتھ ورکرز ته ووئيل دا وزارت د پروردګار د مخلوق مرسته كونكے وزارت دے٬ تاسو ټول وركرز د پروردګار مخلق بچ كوئ۔ ده ووئيل مونږ دومره زيات وسائل نه لرؤ ٬ مونږ د مشينونو او ګاډو زياتولو هڅې كوو٬ تاسو ټول وركرز بايد د ډينګي مخ نيوي كمپائن كامياب كړئ۔ ده ووئيل مونږ تېره ورځ د سروائیکل کېنسر د مخ نيوي وېکسینېشن كمپائن پېل كړے دے۔ ده زياته كړه چې مونږ د روغتيا نظام په عصري بنيادونو اودرولو له اقدامات كوو

مزید خبریں