د وزيراعظم او د قطر امير ترمينځه ملاقات٬ په دوحه اسرائيلي بريد د قطر د خپلواكۍ خلاف ورزي او د نړيوال قانون په ضد دے : شهباز شريف

دوحه۔16ستمبر(اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف او د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني ترمينځه ملاقات وشو۔ وزيراعظم په 9 ستمبر د اسرائيل بريد د قطر د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا ښكاره خلاف ورزي او د نړيوال قانون په ضد ګرځولے دے ۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف په قطر د اسرائيل اوسني بريد څخه وروستو …

دوحه۔16ستمبر(اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف او د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني ترمينځه ملاقات وشو۔ وزيراعظم په 9 ستمبر د اسرائيل بريد د قطر د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا ښكاره خلاف ورزي او د نړيوال قانون په ضد ګرځولے دے ۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف په قطر د اسرائيل اوسني بريد څخه وروستو په دوحه كښې رابللې شوې د بېړنۍ عرب اسلامي سرمشريزې غونډې په موقع د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني سره ملاقات وكړو۔ نائب وزیراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د وسله والو ځواكونو مشر فيلډ مارشل سيد عاصم منېر هم په ملاقات كښې موجود ؤ۔ په ملاقات كښې وزيراعظم په 9 ستمبر د دوحه په استوګنه سيمه د پاكستان لخوا د اسرائيلي بريد سخته غندنه تكرار كړه د كوم په نتيجه كښې چې قيمتي ځانونه ضائع شول او يو شمېر كسان ژوبل شول۔ په دې نازك وخت كښې قطر سره د پاكستان د يووالي او ملاتړ پخلي كولو سره وزيراعظم په 9 ستمبر د اسرائيل بريد د قطر د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا ښكاره خلاف وزري او د نړيوال قانون سرغړونه وګرځوله۔ تېره اوونۍ د دوحې دورې په مهال د قطر امير سره د خپل ملاقات ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل د پاكتسان او قطر ترمينځه د ورورولۍ تاريخي او تلپاتې اړيكې به په راروانو ورځو كښې لا مضبوطې شي۔ وزيراعظم په منځني ختيز كښې د اسرائيلي جارحيت په سمدستي توګه د محنيوي او د اسلامي نړۍ په يو موټے كېدو زور راوړو۔ په دې لړ كښې ده د قطر لخوا د سرمشريزې غونډې رابللو پرېكړه وستائېله۔ وزيراعظم ووئيل د قطر په خواست پاكستان د منځني ختيز په ناوړه وضعه خبره كولو له د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د بېړنۍ غوندې رابللو خواست كړے ؤ۔ د قطر امير په سرمشريزه غونډه كښې د وزيراعظم ګډون سره سره په دې سخت وخت كښې قطر سره د يووالي څرګندونې له په 12 ستمبره د قطر دورې ستائنه وكړه۔ دواړه لارښود په منطقه كښې رامخې ته شوې وضعې تر مخه يو بل ته په نزدې پاتې كېدو اتفاق وكړو

مزید خبریں