اين ډي ايم اے مظفر ګړھ لپاره د 5000 خيمو په شمول د پنجاب سيلاب ځپليو سيمو ته د مرستې نور سامان روان كړو

اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارٹی (اېن ډی اېم اے) مظفر ګړھ لپاره د نورو 5000 خېمو په شمول د پنجاب سېلاب ځپليو سيمو لپاره نور د مرستې سامان روان كړے دے۔ د نهې په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په خصوصي هدايت د اېن ډي اېم اے لخوا د سېلاب ځپليو سيمو ته د مرستې سامان استولو …

اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارٹی (اېن ډی اېم اے) مظفر ګړھ لپاره د نورو 5000 خېمو په شمول د پنجاب سېلاب ځپليو سيمو لپاره نور د مرستې سامان روان كړے دے۔ د نهې په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په خصوصي هدايت د اېن ډي اېم اے لخوا د سېلاب ځپليو سيمو ته د مرستې سامان استولو لړۍ روانه ده۔ اېن ډي اېم اے د پنجاب سېلاب ځپليو سيمو لپاره د مرستې نور سامان روان كړو۔ د اېن ډي اېم اے لخوا پي ډي اېم اے پنجاب ته د مظفر ګړھ سېلاب ځپليو لپاره نورې 5000 خېمې وركړې شوې دي۔ پنجاب ته تر دې دمه وركړې شوې د مرستې 2215 ټنه سامان كښې كمبلې ٬ خېمې ٬ مچھر دانۍ ٬ د اوبو فلټرېشن پلانټ ٬ توشكونه ٬ فولډنګ بېګ د اوبو كېن او 17 كشتۍ شاملې دي۔ د اېن ډي اېم اے لخوا د پنجاب سېلاب ځپليو سيمو لپاره تر دې دمه 35000 خېمې لېږلې شوې دي۔ اېن ډي اېم اے ټولو اړوندو سول او عسكري ادارو سره بشپړه رابطه كښې ده۔ بلخوا اېن ډي اېم اے د اړوندو ادارو لخوا د مرستې روانو كارروائيو نګراني كوي۔

مزید خبریں