اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په خصوصي بلنه د مالديپ پارليماني پلاوې به د نهې په ورځ په پنځه ورځنۍ دوره پاکستان ته راځي۔د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې دا دوره د پاکستان او مالديپ ترمينځه پارليماني او سياسي اړيكو لا مستحکمولو پلو يو مهم اقدام دے۔ دواړه هېوادونه يو بل سره قوي اړيكې لري كومي چې په شريك عقائد، ثقافتي …
د قومي اسمبلۍ سپيکر په بلنه د مالديپ پارليماني پلاوې به د مهې په ورځ په پنځه ورځنۍ دوره پاکستان ته راځي

مزید خبریں
اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په خصوصي بلنه د مالديپ پارليماني پلاوې به د نهې په ورځ په پنځه ورځنۍ دوره پاکستان ته راځي۔د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې دا دوره د پاکستان او مالديپ ترمينځه پارليماني او سياسي اړيكو لا مستحکمولو پلو يو مهم اقدام دے۔ دواړه هېوادونه يو بل سره قوي اړيكې لري كومي چې په شريك عقائد، ثقافتي همغږۍ او شريك احترام اډانه دي۔د مالديپ پارليماني پلاوي دا دوره په پارليماني كچه مرستي ته ودي وركولو د عزم عكاسي کوي۔پاکستان كښې د خپلې دورے په مهال پلاوې به د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق او هېواد سياسي قيادت سره ملاقاتونه كوي۔دې نه ځانله پلاوې به پاکستان مالديپ پارليماني فرينډشپ ګروپ او پارلماني غړو سره هم ملاقاتونه كوي۔په دې ملاقاتونو كښې به د قانون سازۍ په ميدان كښې په مرسته،اولسي رابطو او سيمه ايزي مرستي ته ودي وركولو په چارو خبري اتري كيږي۔ پارليماني پلاوې به د اسلام آباد تاريخي او ثقافتي ځايونو ته هم ځي۔د مالديپ پارليماني پلاوي دا دوره د قومي اسمبلغ سپيكر سردار اياز صادق پارليماني سفارتکارۍ اقدامات برخه ده۔د مالديپ پارليماني قيادت دا دوره به دوه اړخيزه مرستي نوې دور پېل كولو كښې مرستياله وګرځي







