اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په هدايات د ټول هېواد په ريلوے اسټيشنز د مېرمنو مسافرو آسانيو لپاره "جينډر ريسپانسيو پروټوكولز٬(صنفي حساس ضابطه كار)نافذ كړې۔د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د ريلوے وفاقي وزير په مشرۍ كښې په غونډه كښې دا پريكړه كړې چې په ريلوے سټيشنو او ټرينونو كښې به د خبرتيا پوسټري لګولې شي٬په سټيشنو به باقاعدګۍ سره اعلانات …
د ټول هېواد په ريلوے سټيشنو د مېرمنو مسافرو آسانيو لپاره”جينډر ريسپانسيو پروټوكولز”نافذ شو

مزید خبریں
اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په هدايات د ټول هېواد په ريلوے اسټيشنز د مېرمنو مسافرو آسانيو لپاره “جينډر ريسپانسيو پروټوكولز٬(صنفي حساس ضابطه كار)نافذ كړې۔د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د ريلوے وفاقي وزير په مشرۍ كښې په غونډه كښې دا پريكړه كړې چې په ريلوے سټيشنو او ټرينونو كښې به د خبرتيا پوسټري لګولې شي٬په سټيشنو به باقاعدګۍ سره اعلانات نشر كيږي او د ريلوے عملې له به د جينډر سينټائزېشن او خصوصي تربيه وركولې شي٬محمد حنيف عباسي ووئيل د مېرمنو مسافرو لپاره ښه ماحول وركولو ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل په راروانو ريفربش ټرينونو كښې به خصوصي صلاحيت لرونكو كسانو لپاره سيټونه بېلولې شي٬دغسې په لويې ريلوے سټېشنو به د هغوي لپاره د وهيل چيئرز انتظام هم باوري كولې شي۔د ريلوے وزير واضحه كړه چې د پاكستان ريلوے خپل مسافر قيمتي اثاثه ګڼي او د هغوي د آسانيو لپاره به هر ممكنه اقدام كولې شي







