شنګھائی 15 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری د ګل په ورځ شنګھائی كښې د کمیونسټ پارټی آف چائنه وړومبي نېشنل کانګریس میموریل دورہ وكړه۔د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې وړومبۍ ميرمن بی بی آصفه بھټو زرداری او چیئرمېن بلاول بھټو زرداری هم ده سره وو۔ میموریل شنګھائی تاریخی فرنچ سيمه دې،دا هغه ځائې دے چرته چې جولائی 1921ء كښې د کمیونسټ پارټی آف چائنه وړومبۍ …
صدر مملکت آصف علی زرداری شنګھائی كښې کمیونسټ پارټی آف چائنه وړومبي نېشنل کانګریس میموریل دورہ

مزید خبریں
شنګھائی 15 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری د ګل په ورځ شنګھائی كښې د کمیونسټ پارټی آف چائنه وړومبي نېشنل کانګریس میموریل دورہ وكړه۔د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې وړومبۍ ميرمن بی بی آصفه بھټو زرداری او چیئرمېن بلاول بھټو زرداری هم ده سره وو۔ میموریل شنګھائی تاریخی فرنچ سيمه دې،دا هغه ځائې دے چرته چې جولائی 1921ء كښې د کمیونسټ پارټی آف چائنه وړومبۍ غونډه شوې وه۔ صدر مملکت تاریخی شیکومن طرزِ ودانۍ او نمائش هال دورہ وكړه، نمائش كښې تاریخی نوادرات، عكسونه او دستاویزات محفوظ دي۔ صدر مملکت د دې تاریخی ورثے تحفظ وستائلو،دا میموریل قومی ثقافتی ورثې او شنګھائی تاریخی ځائې منلے كيږي۔104 كاله وړاندې چیئرمېن ماؤ زی تنګ پشمول 13 لارښودو د ګوند وړومبۍ غونډه كښې كړې ؤ۔ کمیونسټ ګوند چین د غريبۍ څخه وېستلو سره نړيوال پوځي، ټیکنالوجیکل او معاشی طاقت جوړ ګړې۔ صدر مملکت په دې موقع د ميلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات ليكلو سره ووئيل کمیونسټ پارټی آف چائنا یادګار دورہ زما لپاره يو اعزاز دے،دا تاريخي ځائې چین نړيوال طاقت جوړولو كښې د کمیونسټ ګوند کردار واضحه كوي۔ صدر آصف علی زرداری ووئيل د صدر شی جن پنګ بصیرت لرونكې قیادت د ملګرتيا رفتار تند كړې،زمونږ تاریخی اړيكې قوي شوي او ورځ په ورځ وده مومي۔ صدر شی وژن په سبب چین لوې نړيوال اقتصادی طاقت جوړ شوې،پولادي ورور په حيث ومونږ ملګرتيا په ټولو څانګو كښې ترقي كوي۔ صدر مملکت ووئيل د پاك چین ملګرتيا په هر سخت وخت كښې آزمائيلې شوي۔یادګار د قومی ثقافتی ورثے ځائې په توګه منلے كيږي او دا د شنګھائی مهم تاریخی ځايونو كښې يو دے۔ سینیټر سلیم مانډوی والا، د سندھ د اطلاعات و ټرانسپورټ وزير شرجیل میمن او د سندھ د توان وزير سید ناصر شاہ هم صدر مملکت سره وو۔ پاکستان كښې د چین سفیر جیانګ زائی ډونګ او چین كښې د پاکستان سفیر خلیل هاشمی هم په دې موقع موجود وو۔







