اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د پيپلز پارټي پارليمنټرينز مركزي وياندې شازيه مري وئيلي دي چې جمهوريت د اولس غږ او قام طاقت دے، دا نظام د انصاف، مساوات، آزادۍ او د عزت لوظ دے۔ د ګل په ورځ د جمهوريت نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل چې جمهوريت د اولس د شناخت روح او د ترقۍ اساس دے٬ جمهوريت د اولس او نمائندګانو ترمېنځه …
جمهوريت د اولس غږ او قام طاقت دے، دا نظام د انصاف، مساوات، آزادۍ او د عزت لوظ دے۔ شازيه مري

مزید خبریں
اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د پيپلز پارټي پارليمنټرينز مركزي وياندې شازيه مري وئيلي دي چې جمهوريت د اولس غږ او قام طاقت دے، دا نظام د انصاف، مساوات، آزادۍ او د عزت لوظ دے۔ د ګل په ورځ د جمهوريت نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل چې جمهوريت د اولس د شناخت روح او د ترقۍ اساس دے٬ جمهوريت د اولس او نمائندګانو ترمېنځه لوظ دے، دا نظام د انصاف، مساوات، آزادۍ او د عزت لوظ دے۔ شازيه مري ووئيل د پاکستان جمهوري سفر د شهدانو په قربانيو محيط دے، قائد عوام شهيد ذوالفقار علي بھټو او شهيد بېنظير بھټو د اولس د حقِ په خاطر ځانونه قربان كړي۔ دې ووئيل چې د صدر آصف علي زرداري په مشرۍ كښې اتلسم بدلون منظوري شوې٬ اتلسم بدلون د جمهوريت بريا او د پارلمان مضبوطيا ده۔ شازيه مري ووئيل د جمهوريت تحفظ د هر وګړي او ازدارې مقدس فريضه ده







