اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د ايران د سترو لارو او د وګړو د خېر ښېګړې وزيرې فرزانه صادق د ګل په ورځ په تهران كښې دپاك ايران شريك اقتصادي كمېشن 22مې غونډې باضابطه پرانسته وكړه۔د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې د پرانستې خطاب كښې جام كمال خان ووئيل چې پاكستان ايران سره خپلو اړيكو ته اهميت …
د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د ايران د سترو لارو وزيرې فرزانه صادق د پاك ايران شريك اقتصادي كميشن 22مې غونډې پرانسته وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د ايران د سترو لارو او د وګړو د خېر ښېګړې وزيرې فرزانه صادق د ګل په ورځ په تهران كښې دپاك ايران شريك اقتصادي كمېشن 22مې غونډې باضابطه پرانسته وكړه۔د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې د پرانستې خطاب كښې جام كمال خان ووئيل چې پاكستان ايران سره خپلو اړيكو ته اهميت وركوي او تجارت او سرمايه كاري زمونږ د تجارتي پالېسۍ بنيادي برخه ده۔ ده ووئيل چې نجي څانګه او چيمبرز آف كامرس دې تجارتي حجم زياتولو كښې ځانګړې كردار ترسر كړي۔ ده ووئيل چې د سړكونو٬ريل٬ سمندري او فضائي رابطو د لارې به په منطقه كښې معاشي ھلې ځلې او د روزګار موقعې زياتې شي او دا منصوبې به منځنۍ آسيا٬سوئېلي آسيا او منځني ختيز لپاره ګېټ وے ثابت شي۔ د ايران وزيرې فرزانه صادق ووئيل چې د دې سېشنز نتيجې به سباؤن لپاره ښكاره روډ ميپ وركړي او فالو اپ اقدامات سره به به عملي نتيجې ترلاسه شي۔ دې كاروبار كښې آسانيو٬ ويزه آسانۍ٬ بارډر ماركيټس او بينكنګ څانګه كښې د اقداماتو په ضرورت زور هم راوړو۔ دواړو وزيرانو د غونډې مشري كولو په مهال ووئيل چې موجوده حالاتو كښې د اوبو انتظام٬ قدرتي آفتونو مخ نيوې او ماحولياتي بدلون په څانګو كښې د يو بل تجربو څخه ګټه پورته كېدې شي۔







