جمهوريت دپاكستان د روښانه سباؤن ٬ اولسي هيلو او قومي استحكام ضامن دے: د سينيټ لنډ مهاله چيئرمين سيدال خان

اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان وئيلي دي جمهوريت د پاكستان د روښانه سباؤن ٬ اولسي هيلو او قومي استحكام ضامن دے۔ د ګل په ورځ د جمهوريت ورځې په موقعه خپل خصوصي پېغام كښې ده ووئيل جمهوریت يوازې يوه سياسي ډھانچه نه بلكې د قومونو د اجتماعی دانش، اولسي هيلو او د بنيادي حقونو د تحفظ تر ټولو مؤثره ذريعه ده۔ ده ووئيل د …

اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان وئيلي دي جمهوريت د پاكستان د روښانه سباؤن ٬ اولسي هيلو او قومي استحكام ضامن دے۔ د ګل په ورځ د جمهوريت ورځې په موقعه خپل خصوصي پېغام كښې ده ووئيل جمهوریت يوازې يوه سياسي ډھانچه نه بلكې د قومونو د اجتماعی دانش، اولسي هيلو او د بنيادي حقونو د تحفظ تر ټولو مؤثره ذريعه ده۔ ده ووئيل د پاكستان تاريخ ګواه دے چې زمونږ اكابرينو تل د آزادۍ او خپلواكۍ په تحريك كښې اولسي رايې او جمهوري اصولو ته ترجيح وركړې٬ دپاكستان مؤسس قائد اعظم (رح) پارلیمانی جمهوریت قوم لپاره د لارې مشال ګرځولے دے او دا ننۍ ورځ مونږ ته دغه مشن يادولو سره د وړاندې تللو پېغام راكوي۔ په دې موقعه ده جمهوريت ته وده وركولو له د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښودو او پخواني وزيراعظم نواز شریف او موجوده وزیراعظم شهباز شریف خذماتو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دواړو لارښودو په هېواد كښې د جمهوري عمل په مستحكمولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ سېدال خان ووئيل د جمهوريت تسلسل باوري كول د وخت تر ټولو لوے ضرورت دے ولې چې هم دا تسلسل پاكستان معاشي ستونزو ٬ انتخا خوښۍ او د سلامتيا مسئلو څخه ويستلې شي۔ ده ووئيل دا ورځ مونږ ته دا خبره په ګوته كوي چې مونږ پاكستان يو داسے رياست جوړ كړو چرته چې انصاف ټولو لپاره وي ٬ بشري وقار مقدم وساتلے شي او اولسي رايې په حقيقي معنو كښې تسليم كړې شي۔ دا د جمهوريت اصل مقصد دے او دا زمونږ د قومي سباؤن روښانه ضمانت دے

مزید خبریں