وزيراعظم شهباز شريف په يوه ورځنۍ سركاري دوره د قطر پلامينه دوحه ته روان شو

اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په يوه ورځنۍ سركاري دوره د قطر پلازمينه دوحه ته روان شو۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف به نن د ګل په ورځ په دوحه كښې كېدونكي عرب اسلامي سرمشريز كنفرنس كښې كډون كوي۔ دا سرمشريزه غونډه په دوحه د اسرائيل د فضائي بريدو او په فلسطين كښې د بشري حقونو د …

اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په يوه ورځنۍ سركاري دوره د قطر پلازمينه دوحه ته روان شو۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف به نن د ګل په ورځ په دوحه كښې كېدونكي عرب اسلامي سرمشريز كنفرنس كښې كډون كوي۔ دا سرمشريزه غونډه په دوحه د اسرائيل د فضائي بريدو او په فلسطين كښې د بشري حقونو د پرله پسې ناوړه كېدونكي صورتحال په تناظر كښې رابللې شوې ده۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د دفاع وزير خواجه آصف ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ او خاص مرستيال سيد طارق فاطمي هم د وزيراعظم د اعلی كچې په پلاوي كښې شامل دے۔ په غونډه كښې د او آئي سي د غړو هېوادونو د حكومتي مشرانو او اعلی چاراكواكو ګډون امكان لري۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې پاكستان قطر سره خپلو اړيكو ته زيات اهميت وركوي او د قطر او نورو سيمه ايزو رياستونو په ضد د اسرائيلي جارحيت سخته غندنه كوي۔ قطر سره د يو والي څرګندونې او سيمه ايز اتحاد لپاره وزيراعظم په 11 ستمبر 2025 د دوحه دوره كړې وه او د قطر سلامتيا و خپلواكۍ لپاره د پاكستان د نه بدلېدونكي ملاتړ او په منځني ختيز كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د عزم څرګندونې له يۍ قطري مشرتابه سره ملاقات كړے ؤ۔ په دوحه كښې نن كېدونكې بېړنۍ غونډه كښې د وزيراعظم شهباز شريف او د نورو اسلامي هېوادونو د مشرانو ګډون په امت مسلمه كښې د مضبوط اتحاد او د سيمه ايز امن په ځايې كولو نه بدلېدونكي عزم څرګندونه كوي۔

مزید خبریں