صدر مملکت آصف علی زرداری د چین چینګډو ښار نه تر میانیانګ د هائی سپیډ ټرین د لارې مزل

میانیانګ 14ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری دچین چینګډو ښار نه تر میانیانګ هائی اسپیډ ټرین د لارې مزل وكړو،كوم چې تقریباً نيم ساعت كښې بشپړ شو۔د مزل په مهال صدر مملکت ته د ټرین نظام، سروسز، حفاظتی اقدامات او ماحولیاتی ګټو په اړه بریفنګ وركړې شو۔د ایوان صدر میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې چارواكو ووئيل چین د نړۍ تر ټولو تند رفتاره …

میانیانګ 14ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری دچین چینګډو ښار نه تر میانیانګ هائی اسپیډ ټرین د لارې مزل وكړو،كوم چې تقریباً نيم ساعت كښې بشپړ شو۔د مزل په مهال صدر مملکت ته د ټرین نظام، سروسز، حفاظتی اقدامات او ماحولیاتی ګټو په اړه بریفنګ وركړې شو۔د ایوان صدر میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې چارواكو ووئيل چین د نړۍ تر ټولو تند رفتاره هائی سپیډ ریلوے نیټ ورك لري كوم چې 45 زره کلومیټره څخه زيات پټریو مشتمل دے او د كال دوه اربه څخه زيات مسافرو له سهولت وركوي۔دا ټرینونه 350 کلومیټره په يو ساعت كښې مزل كوي او تقریباً ټولو لويو ښارونو كښې چليږي۔ چین يو معیاری او جدید مسافر نظام تیار کړې كوم چې د نړۍ لپاره د جدید رابطو يو مثال جوړ شوې۔صدر آصف علی زرداری د چین کوټلې او قوي ټرانسپورټ كښې کامیابۍ ستائلو سره ووئيل ماحولیاتی آلودګۍ څخه پاك برقی نظام او زلزلے څخه وړاندې اطلاع وركونكې ټیکنالوجی د ریلوے انجینئرنګ شاهکار دے۔ ده ووئيل دا جديد اقدامات د نورو هېوادونو او په خاص توګه پاکستان لپاره قیمتی رهنمائی وركوي۔صدر سره د پاکستان سفیر خلیل هاشمی، پاکستان كښې د چین سفیر جیانګ زائی ډونګ، كوم چې د صدر سره ټولي دورے په مهال شريك دي او سینیټر سلیم مانډوی والا هم موجود وو۔میانیانګ ته په رسيدو نائب میئر وو هاؤ د صدر مملكت هركلے وكړو۔

مزید خبریں