سېلاب او بارانونو له امله په مجموعي توګه 51 ګرډ او 543 فيډرز ځپلې شوي۔پاور ډويژن

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) سېلاب ځپليو سيمو كښې د بجلۍ بحالۍ كار تندۍ سره روان دے،په مجموعي توګه 51 ګرډ او 543 فيډري متاثره شوې، 309 فيډري په بشپړه او 226 په جزوي توګه بحال كړې شوي۔د اتوار په ورځ د توان وزارت (پاور ډويژن) رپورټ له مخې د فيسكو زيرِ انتظام سيمو ټي ټي سنګھ، فيصل آباد ، چنيوټ، جھنګ، سرګودھا، ميانوالي او ډي آئي خان …

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) سېلاب ځپليو سيمو كښې د بجلۍ بحالۍ كار تندۍ سره روان دے،په مجموعي توګه 51 ګرډ او 543 فيډري متاثره شوې، 309 فيډري په بشپړه او 226 په جزوي توګه بحال كړې شوي۔د اتوار په ورځ د توان وزارت (پاور ډويژن) رپورټ له مخې د فيسكو زيرِ انتظام سيمو ټي ټي سنګھ، فيصل آباد ، چنيوټ، جھنګ، سرګودھا، ميانوالي او ډي آئي خان 28 ګرډ او 81 فيډري متاثره شوې،د فيسكو ځپليو فيډرو كښې 36 په بشپړه او 44 په جزوي توګه بحال كړې شوي۔د فيسكو 203844 ځپليو صارفينو كښې د 138550 صارفينو لپاره بجلۍ بحال كړې شوي، فيسكو پاتي 65294 ځپليو صارفينو لپاره د بجلۍ بحالۍ كار به د اوبو كميدو سره تر 15 ستمبر بشپړ كړې شي۔ رپورټ له مخې ليسكو كښې لاهور، اوكاړه، شيخوپوره، قصور او ننكانه 67 ځپليو فيډرو كښې 63 په بشپړه او 4 په جزوي توګه بحال كړې شوي۔ ليسكو 73734 ځپليو صارفينو كښې 68909 صارفينو لپاره بجلۍ بحال كړې شوي،د ليسكو پاتي 4825 ځپليو صارفينو لپاره د بجلۍ بحالۍ كار تر 14 ستمبر بشپړولو توقع ده۔ د رپورټ له مخې د ليسكو زيرِ انتظام سيمو لاهور، ننكانه او شيخوپوره كښې د بجلۍ بحالۍ كار بشپړ شوې۔د ميپكو زيرِ انتظام سيمو 180 ځپليو فيډرو كښې 7 په بشپړه توګه او 166 په جزوي توګه بحال كړې شوي،ميپكو زيرِ انتظام سيمو كښې 268846 ځپليو صارفينو كښې 20925 صارفينو لپاره بجلۍ بحال كړې شوي، ميپكو زيرِ انتظام سيمو كښې د اوبو كميدو سره به ځپليو فيډرو بشپړه بحالۍ كار پېل شي۔د ګيپكو 11 ګرډز او 103 ځپليو فيډرو كښې 96 فيډري په بشپړه او 7 په جزوي توګه بحال كړې شوي،د ګيپكو 735987 ځپليو صارفين كښې 734857 صارفين لپاره بجلۍ بحال كړې شوي،د ګيپكو پاتي 1130 ځپليو صارفينو لپاره د بجلۍ بحالۍ كار د سېلاب اوبو كميدو سره به بشپړ كړې شي۔د پيسكو سيمو سوات، بنير، شانګله، صوابي او ډي آئي خان 12 ګرډز او 91 فيډري متاثره شوې، د پيسكو 87 فيډري په بشپړه او 4 په جزوي توګه بحال كړې شوي، پيسكو 463375 ځپليو صارفينو كښې د 461247 صارفينو لپاره بجلۍ بحال كړې شوي،د پيسكو زيرِ انتظام سيمو سوات، صوابۍ او ډي آئي خان كښې د بجلۍ بحالۍ كار بشپړ شوې۔ پاور ډويژن له مخې ټيسكو سيمو شمالي وزيرستان او خېبر 18 فيډري متاثره شوې،د ټيسكو 17 فيډري په بشپړه او 1 فيډر په جزوي توګه بحال كړې شوي، د ټيسكو 31774 ځپليو صارفينو كښې 30778 صارفينو لپاره بجلۍ بحال كړې شوي،د ټيسكو پاتي 996 ځپليو صارفينو لپاره بجلۍ بحالۍ كار به تر 15 ستمبر بشپړ كړې شي۔

مزید خبریں