لاهور 13 ستمبر (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف په هېواد كښې سېلابی صورتحال ترمخه اولس له ریلیف وركولو لپاره د بجلۍ تقسیم کار کمپنیو ته سېلاب ځپليو سيمو كښې د صارفینو څخه د اګست مياشت د بجلۍ بلونو نه اخستلو سپارښتنه كولو سره وئيلي د ځپليو د ریسکیو و بحالۍ لپاره وفاقی و صوبائی ادارے خپلي هڅي كوي،تر څو چې سېلاب ځپلي خپلو كورونو ته نه وي تللي …
وزیرِاعظم سېلاب ځپليو سيمو كښې صارفینو څخه د اګست مياشت د بجلۍ بلونو نه اخستلو سپارښتنه،سېلاب ځپلي خپلو كورنو ته تر ستنيدو به آرام سره نه كېښنو۔شهبازشریف

مزید خبریں
لاهور 13 ستمبر (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف په هېواد كښې سېلابی صورتحال ترمخه اولس له ریلیف وركولو لپاره د بجلۍ تقسیم کار کمپنیو ته سېلاب ځپليو سيمو كښې د صارفینو څخه د اګست مياشت د بجلۍ بلونو نه اخستلو سپارښتنه كولو سره وئيلي د ځپليو د ریسکیو و بحالۍ لپاره وفاقی و صوبائی ادارے خپلي هڅي كوي،تر څو چې سېلاب ځپلي خپلو كورونو ته نه وي تللي تر هغې به آرام سره نه كېښنو۔د خالي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزیرِ اعظم په مشرۍ كښې سېلاب ځپليو سيمو كښې د بجلۍ بلونو په اړه مهمه غونډه وشوه۔وزیرِ اعظم سپارښتنه وكړه چې كومو سيمو كښې سېلاب راغلې هغه سيمو صارفین څخه د اګست مياشت 2025 بجلۍ بل وصول شوې وي نو هغه دې راروانه مياشت كښې ایډجسټ كړې شي۔وزیراعظم ووئيل آئی اېم ایف سره چاري ترسره كيدو نه پس به د ځپليو سيمو لپاره د بجلۍ بلونو په اړه تفصیلی پیکیج حتمی اعلان کولې شي،ده ووئيل سېلاب له امله په هېواد كښې ګڼ شمير وګړي ځپلې شوي،په دې سخت وخت كښې د اولس په دړدونو مرحم لګولو هڅې كوو۔ وزیرِ اعظم ووئيل د ځپليو د ریسکیو و بحالۍ لپاره وفاقی و صوبائی ادارے خپلي هڅي كوي او تر څو چې سېلاب ځپلي خپلو كورنو ته نه وي تللي تر هغې به آرام سره نه كېښنو۔







